تر اوسه پورې د هند له لوري د غنمو مرستې د لېږد عملي بهیر نه دی پیل شوی،خو د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په لنډو ورځو کې به د هند له مرسته شویو غنمو پنځه زره ټنه یې کابل ته راورسېږي.
کریمي زیاته کړه:« په اوسني مقطع کې د پنځه زره یا د زرګونو ټنو غنمو د را انتقال خبره شته دی. ان شاءالله هېله شته دی،چې را انتقال شي او په مجموع کې به هغهه لوی رقم مرسته چې ده هغه به هم را ورسېږي.»
هند له افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو بشري مرستې اعلان کړی،خو له شااوخوا دوه میاشتو راپدېخوا پاکستان یاد هېواد ته اجازه نه ورکوله،چې دغه مرسته یې د دوی له خاورې افغانستان ته رالېږدولې وای.
درې ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، حکومت به یې هند ته اجازه ورکړي،چې مرسته شوي غنم تر افغانستانه ورسوي.
بل پلو نیوکې دا دي چې د ملګرو ملتونو سربېره ګاونډیان، د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د سوړ ژمي، فقر او بې وزلۍ په اړه یوازې اندېښنې څرګندوي،خو عملي مرستې نه کوي.