Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د برېښنا کموالي له امله د کارخونو فعالیت له خنډ سره مخ دی

ننګرهار کې د برېښنا کموالي له امله د کارخونو فعالیت له خنډ سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

ننګرهار کې یو شمېر صنعت کاران د برېښنا کمښت او د صنعتي پارک لپاره د منظم کانالیزاسیون او معیاري سړکونو له نه شتوالي شکایت کوي.

د دوی په خبره، د یادو ستونزو له امله يې ډېر وخت فعالیتونه نه وي او د یادو ستونزو د ژر حل غوښتنه کوي.
صنعت کار نور الحق وايي: « څومره چې اړتیا ده، صنعتي پارک هغسې نه دی؛ ځکه د سړکونو سیسټم یې خراب دی، کانالیزاسیون یې بشپړ شوی نه دی او همدا لامل دی چې فابریکه لرونکي زړه نه شي ښه کولی. دغه راز بله لویه ستونزه د برېښنا کمښت دی، هلته د اړتیا وړ برېښنا نه ده رسېدلې او په دې حساب صنعتي پارک لا نیمګړی دی.»

صنعت کار حیات الله وايي: « ډېر کاله وشول چې د صنعتي پارک سړکونه خراب پراته دي او د رغولو لپاره یې عمل ګام نه دی پورته شوی. له دې سره څنګ کې د برېښنا ستونزې هم لرو.»

په دې برخه کې پر کار بوخت کسان هم شکایت کوي چې د برېښنا کمښت له امله ډېری وخت بې روزګاره پاتې کېږي چې په خبره يې سرپرست حکومت باید د صنعت ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.
کارګر رحمت الله وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو چې د دې ډول کارخانو جوړېدو ته زمینه برابره کړي، برېښنا او امکانات ورکړي چې خلک کار په کې وکړي.»

کارګر هجرت الله وايي: « له حکومت غواړم چې د کارخونو مرسته او ملاتړ وکړي، ترڅو افغانان په خپل وطن کې کار وکړي او پردي وطن ته لاړ نه شي.»

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست مسولین ډاډ  ورکوي چې یادو ستونزو ته يې پام دی او ننګرهار کې د ۴۰میګا واټه لمریزې برېښنا شبکې په بشپړېدو سره به صنعت کارانو د برېښنا ستونزه  هم حل شي.

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو آمر شاکرالله ستانکزی وايي: « صنعتکارانو ته به ۲۰ زره جریبه ځمکه د یوه خاص طرزالعمل له لارې ووېشل شي. همدارنګه دوی ته مو د ځینو موسسو په همکارۍ سولري برېښنا برابره کړې او د بازار موندنې په برخه کې هم په داخل او خارج کې نندارتونونه پلان شوي.»

ننګرهار کې صنعت کاران د صنعتي پارک د معیاري کېدو او د دوی د برېښنا د کمښت ستونزې پر حل داسې مهال ټینګار کوي چې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو په همېشه بهار سب سټېشن کې د یو کپسیټور بانک کړی چې  په بشپړېدو سره به یې د صنعت کارانو د برېښنا کمښت ستونزه تر یوې اندازې حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist