Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غلام خان بندر تړل کېدو راهیسې هره ورځ سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي

د غلام خان بندر تړل کېدو راهیسې هره ورځ سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

د خوست غلام خان بندر لار له تېرو لسو ورځو راهیسې د پاکستاني لوري له خوا د نامالوم دلیل له مخې تړل شوې.
د دې سوداګریزې لارې له تړلو کېدو سره یو شمېر سوداګر وایي، دا مهال د دغې لارې تړلو له امله دواړو لورو ته سلګونه بار وړونکي موټر ولاړ دي.

سوداګر ګلداد وايي: « رومي بانجان په ۱۰ یا ۱۵ روپۍ من خرڅېږي. دا بیه د کروندګرو مزدوري هم نه پوره کوي. موږ له دواړو دولتونو غوښتنه کوو چې سیاست له تجارت سره ګډ نه کړي.»

سوداګر سیدالرحمن وايي: « اوس افغانستان کې د مېوو او سبزیو فصل دی، هر کال په همدې وخت کې غلام خان بندر تړل کېږي. د افغانستان کروندګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي. پخوا به دا مهال د بانجانو من په ۱۸۰ روپۍ و، خو اوس په ۲۰ روپۍ دی، منډتې(زردالو) له ۱۸۰ روپيو څخه ۱۰۰ روپیې ته ښکته شوې.»

په همدې حال کې يو شمېر کروندګر هم د خپلو محصولاتو د بیو له ټیټېدو شکایت کوي او زیاتوي، د یادې  لارې په تړل کېدو سره په دې ولايت کې د تازه مېوې او سبزيجاتو بيې څو چنده راټيټې شوې دي.

کروندګر لایق شاه وايي: « زه د رومي بانجانو کاروبار کوم، له پاکستانه چې کله راځي من له د۲۰۰ تر درې۳۰۰ روپیو وي، خو زموږ په ۲۰ روپۍ شو، حتا د مزدورۍ لګښت نه جوړوي.»

کروندګر میرکی وايي: « بانجان هېڅ نه جوړوي، حتا د تخم پیسې هم نه جوړوي. که دا لاره خلاصه شي، بیا به له تاوان خلاص شو.»

په ورته مهال، د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر د انتقاد ګوته پاکستان ته نیسي او وايي، دې هېواد تل له غلام خان او نورو بندرونو د سياسي فشار په توګه ګټه اخیستې او بې له کوم تفاهم خپلې لارې د افغانانو پرمخ تړي.

نواب امیرزی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې پاکستان د خبرو له لارې د سوداګرۍ نړیوالو اصولو منلو ته قانع کړي.

امیرزی په دې اړه وايي: « موږ د تل په څېر له پاکستانه ګیله لرو چې یو طرفه او په خپل سر لارې بندوي. پرته له دې چې افغانان خبر کړي او لږ وخت ورکړي، ترڅو مالونه بار نه کړي یا له نورو لارو کار واخلي، دوی لارې بندې کړي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې په دې اړه له پاکستان سره خبرې وکړي.»

د خوست ولايتي مسوولين  ډاډ ورکوي چې د یادې لارې د خلاصون لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
خو د چارو د شنونکو په باور، که سرپرست حکومت په دې برخه کې جدي اقدامات ونه کړي، نو ښايي دا په دوامداره او موسمي توګه افغان سوداګر له مالي زیانونو سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist