Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مومند: رسمیت پېژندنه به د روسیې او افغانستان اقتصادي اړیکې پراخې کړي

مومند: رسمیت پېژندنه به د روسیې او افغانستان اقتصادي اړیکې پراخې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/06

د روسيې له لوري د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ پراختيا هيلې زياتې کړې دي.

له همدې امله د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دواړو لوريو ترمنځ په راتلونکي کې د اقتصادي فرصتونو زياتېدو اټکل کوي.

د دې خونې مرستیال یونس مومند وايي، روسيه اوس مهال افغانستان ته په کلنۍ توګه څه باندې ۴۲۵میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لري، خو برعکس دې هېواد ته د افغانستان د صاردراتو اندازه د ۶ ميليونو ډالرو په ارزښت ده.

مومند باور لري چې د روسيې تازه پرېکړه به اقتصادي فرصتونه له اوسني هغو زيات کړي او په دې توګه به د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري توزان پيدا کړي.

مومند په دې اړه وايي: « له روسیې مننه چې دا ګام یې پورته کړ. دا ګام به د روسیې او افغانستان پر اقتصادي اړیکو مثبت اغېز وکړي. زه فکر کوم هغه مهال چې افغانستان خپلواکي واخیسته، روسیه هغه مهال هم لومړنی هېواد و چې افغانستان یې پر رسمیت پېژندلی. زه فکر کوم دا یو مثبت ګام دی او هر هغه هېواد چې افغانستان په لومړي سر کې پر رسمیت وپېژني، ګټه به یې ډېره وي؛ دا ځکه چې افغانستان له فرصتونو ډک هېواد دی او موږ کولی شو په رسمیت پېژندنه کې ډېر اقتصادي تړونونه لاسلیک کړو.»

نوموړی د يوه ګډونوال په توګه په دوحې کې د خصوصي سکټور او له نشه ‌‌يي توکو سره د مبارزې کاري ډلو دوه ورځنۍ ناستې ته هم اشاره کوي او زياتوي، په ناسته کې د نړيوالو له لوري د افغانستان پر خصوصي سکټور او بانکي سيسټم د يو لړ بنديزونو لرې کولو ژمنې وشوې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په دې اړه وايي: « لومړۍ موضوع زموږ له هغو ګاونډيانو شکایت و چې ځینې وختونه موږ ته اوامر صادروي او د دوی دا اوامر له نړیوالو اصولو سره ټکر لري. موږ د افغانستان د بانکونو یادونه وکړه او له نړیوالې ټولنې مو وغوښتل چې د نړیوالو بندیزونو په اړه زموږ بانکونو ته اطمینان ورکړي، ترڅو خپل کار په ډاډه زړه وکړي. درېیمه موضوع د افغانستان د کنګل شویو پيسو وه او دغه راز د اروپايي هېوادونو له خوا د وېزو نه ورکولو په تړاو مو یادونه او غوښتنه وکړه چې نور باید په افغانستان کې وېزې ور کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم د نړيوالو دغه ژمنې او په تېره بيا د روسيې له لوري د سرپرست حکومت رسميت پېژندنه مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې د افغانستان لپاره له سیاسي او اقتصادي پلوه مثبتې پایلې لرلی شي.

د دوی په خبره، د روسیې په څېر له اغېزناکو هېوادونو سره تعامل کولی شي په هېواد کې د پراختیایي پروژو په تطبیق، کارموندنې او د لوږې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدالله مسلم وايي: « چین د روسانو له پورته کړي ګام هرکلی وکړ، زه فکر کوم دویم ګام به د چین وي؛ ځکه چې چین دلته ډېر اقتصادي قراردادونه لري. زما په اند، کله چې روس دا ګام پورته کړ، نو زموږ ګاونډیانو ته شرم دی چې دا کار نه کوي. دوی باید له روسانو مخکې دا کار کړی وی، خو اوس هم څه مشکل نه شته، ځکه د کاروان سر ته روسان ووتل. اسلامي امارت د هېچا لپاره خطر نه دی او په تېرو څلورو کالو کې ولیدل شول چې ډېر ښه روان دي. نو، په کار ده چې نور ګاونډي هېوادونه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.»   

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشه ‌یي توکو د قاچاق مخنيوي په برخه کې د همکاریو لپاره سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژاند.

روسیې له دې وړاندې هم له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې روانې ساتلې وې او د اسلامي امارت چارواکو د متقابلو همکاريو د پراختيا په موخه، مسکو ته پرله پسې سفرونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist