Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت ددوو پروژو چارې پیل کړې

ننګرهار کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت ددوو پروژو چارې پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې په بهسود خاص سیمه کې د یونپس موسسې په  ۱۸ میلیونو افغانیو لګښت د دوو پروژو چارې پیل کړې.

 په دغو پروژو کې د سړکونو کانکرېټ اچولو سرېره، فرعي کوڅې، ویالې او پلچکونه شامل دي.

مسوولین وايي، په دې دواړو پروژو کې له۱۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال محمد اسحاق سعید وايي: « نننۍ دوې پروژې دي او د دواړو لګښت تقریبا ۱۸ میلیونه افغانۍ ده او په دواړو پروژو کې روزانه ۱۲۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې. دا به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړیږي او د ولسونو خدمت به پرې کیږي او د ولسونو ستونزې به هواریږي.»

دې پروژو کې پر کار بوخت کسان د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي او وايي، له دې سره به د بېکارۍ کچه راکمه او د ځايي خلکو ورځنۍ ستونزې به هوارې شي.
د دې پروژو کارګر بلال وايي: « دا بې روزګاره خلک ټول پر کار بوخت شول. سړک پخیږي، موږ ډېر ترې خوشحاله یو او په آینده کې غواړو چې نورې پروژې هم راشي، ترڅو دا ولس په کار شي.»

د پروژې یو بل کارګر رحمن وايي: « غواړو چې له دغو پروژو سره څنګ کې موږ ته نورې پروژې هم راشي، ځکه موږ او نوورو ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي. موږ خوشحاله یو چې د وطن د آبادۍ لپاره کار کوو.»

د سیمې اوسېدونکي بیا د کار پر کیفیت ټینګار کوي او وايي، ستونزې باید په دایمي ډول حل شي.

د اتمې ناحیې اوسېدونکی شعیب وايي: « زموږ سړکونه له پخوا ډېر خراب وو، نو دغه پروژه چې اوس راغلې، موږ ډېره تمه او امېد لرو چې له کار سره یې باید کیفیت هم سم وي.»

یو بل اوسېدونکی ویس الدین وايي: « له دې علاوه، دا نور سړکونه چې زموږ دي، هغه هم حلقوي دي او یو کلی له بل کلي سره نښلوي. حتی د ښار بېروبار کمښت کې هم رول لري. موږ امېد لرو چې نورې پروژې به هم تطبیق شي.»

اوس مهال د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاروالۍ له داخلي عوایدو او همدارنګه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ، ګڼې پروژې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist