Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملا برادر په مشرۍ پلاوی د اېکو سازمان سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی

د ملا برادر په مشرۍ پلاوی د اېکو سازمان سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

ټاکل شوې ده، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د اېکو سازمان ۱۷مه سرمشريزه د اذربايجان په کوربه ‌توب، باکو ښار کې ترسره شي.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ پلاوی هم دغې ناستې ته وربلل شوی او د غونډې له پيل دوې ورځې وړاندې باکو ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، تللی حکومتي پلاوی به د افغانستان له لارې پر سيمه ‌ييز اتصال سربېره له اقتصادي فرصتونو د ګټې اخستنې او افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې جلبولو له اجنډا سره په ياده سرمشريزه کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ لوړ پوړی امارتي پلاوی د ایکو اقتصادي همکارۍ سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان هېواد ته په رسمي سفر لاړ. ټاکل شوې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې سفر پر مهال د اېکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ، د اذربایجان هېواد له یوشمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه هم ناستې ولري. د اېکو اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه د دې سازمان د غړیو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون کې د جولای میاشتې پر درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان هېواد په کوربه ‌توب ترسره کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکي د اېکو سازمان په سرمشريزه کې د حکومتي پلاوي ګډون د اقتصادي پراختيا لپاره هيله ‌بښونکی بولي او زياتوي، په ياده ناسته کې د پلاوي له ګډون ښکاري چې افغانستان د سیمې پر اقتصادي سیاستونو کې د رول لوبولو هڅه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وايي:« په ټولیزه توګه، اېکو سازمان د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې جذبولو او دغه راز د لوېدیځ له خوا د وضع شویو اقتصادي بندیزونو د پیکه کولو او د طالبانو د اسلامي امارت د سیاسي رسمیت پېژندنې زیاتولو لپاره ښه چانس دی. دا ناسته د اسلامي امارت له دولت سره مرسته کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره راکړه ورکړه او صادرات زیات کړي.»

ځینې نور بيا د اېکو سازمان سرمشريزه د افغانستان لپاره ښه فرصت بولي او په خبره يې، له دې فرصت په ګټنې سره دې د سرپرست حکومت پلاوی له سيمه ‌ييزو اقتصادي نوښتونو ځان خبر او په افغانستان کې دې د پانګونې لپاره د بهرنيو پانګوالو باور ترلاسه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محیب الله شریف وايي: « په اذربایجان کې د اېکو په ۱۷ مه غونډه کې د ښاغلي ملا برادر ګډون افغانستان ته هغه فرصت په لاس ورکوي چې نړیوالو پانګوالو او هغو کسانو ته چې افغانستان کې له پانګونې سره لېوالتیا لري یا په دې اړه ورته معلومات ورکړل شي، دا ښه فرصت دی چې په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب وشي. همدارنګه د دې غونډې په خوا کې له مختلفو لوریو سره په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وشي او د هغو مسایلو په اړه مالومات ورکړل شي چې افغانستان نړۍ ته څه ورکوي او څه ترې اخیستلی شي.»

د افغانستان حکومت تل له هېوادونو سره په تعاملاتو کې اقتصاد محوره سياست ته د لومړيتوب ورکولو ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې په دې توګه په افغانستان کې د دوامداره سياسي او اقتصادي ثبات د رامنځته کولو هڅه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist