Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: افغانستان کې د کوچنیو کاروباریانو ملاتړ ته ادامه ورکوو

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د کوچنیو کاروباریانو ملاتړ ته ادامه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/28

د جون ۲۷ مه؛ د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ملګرو ملتونو دا ورځ په ۲۰۱۷ زېږدیز کال رسما د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو له ملاتړ د نړیوالې ورځې په توګه وټاکله، ترڅو د دغو کاروبارونو ارزښت وښيي او د اقتصادي ودې، نوښت او کاري فرصتونو په پیدا کولو کې یې ونډه وستایي.

د همدې ورځې په مناسبت اروپایي ټولنې ويلي، په افغانستان کې د خپلو شریکانو په ملتیا د کوچنیو کاروباریانو هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دغه ټولنې زیاته کړې:« د کوچنيو کاروبارونو په نړیواله ورځ، اروپايي ټولنه د افغانستان د هغو وړو کاروبارونو ملاتړ کوي چې د اقتصادي ودې او ثبات ستنې دي. موږ له خپلو شریکانو سره یو ځای، کوچنیو کاروبارونو ته روزنه، مالي ملاتړ، وسایل او بازار ته لاسرسی برابروو، ترڅو ټولشموله وده او سیمه ‌ییزه بیا رغونه پیاوړې شي.»

اروپایي ټولنې په یوه بل ټویټ کې د ښځو پر مشرۍ کاروبارونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره اړین بللي او د کډوالو او بېځایه شویو ستونزو ته په اشارې یې ویلي، له خپلو شریکانو سره پر ګډه هڅه کوي چې د دوی لپاره کاري فرصتونه چمتو کړي.

اروپایي ټولنې په دې اړه ویلي: « د ښځو پر مشرۍ کاروبارونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره ډېر مهم دي. له هراته بیا تر بدخشان پورې اروپايي ټولنه افغان ښځو ته مسلکي زده‌ کړې، مالي وسایل او د کاروبار ملاتړ برابروي، تر څو اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي. د مهاجرینو او بې ‌ځایه شویو افغانانو لپاره کوچني کاروبارونه د دوی د خپلواک او با عزته ژوند لپاره خورا مهم دي. اروپايي ټولنه له خپلو شریکانو سره، افغانانو ته د کاروبارونو پیلولو، د دندې په پیدا کولو او د ژوند د اړتیاوو برابرولو کی مرسته کوي، تر څو سیمه ‌ییز اقتصاد پیاوړي شي.»

په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د جوازونو د وېش په تړاو مو د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په موخه مو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کوچنیو کاروبارونو د مثبتو اغېزو په تړاو مو له اقتصاد وزارت سره اړیکې وکړې، خو د راپور تر خپرېدو یې زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې سرپرست حکومت ویلي وو چې د ښځینه او نارینه وو د کوچنیو کاربارونو ملاتړ کوي او هغوی ته به هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.

بله خوا، يو شمېر اقتصادي شنونکي وایي، کوچني کاروبارونه د افغانستان په اقتصاد مثبت اغېز لري او د نوې پانګونې د جذب لپاره زمینه برابرولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « ښځو ته به په دې برخه کې د کار زمینه برابره شي، ځکه کوچني کاروبارونه د ښځینه متشبثینو لپاره ډېر مناسب دي او کولی شي په هرځای او هره برخه کې او دغه راز په یوه مناسب چاپېریال کې په دې برخه کې ګډون وکړي او د خپلو نوښتونو له لارې مناسبه ګټه ترلاسه کړي. که نړیوال بانک وي یا نړیواله ټولنه وي او په دې برخه کې دلچسپي لري، حاکم نظام باید په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، د روزنې او پرمختګونو لپاره پروګرامونه پلي کړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په دویمه ربع کې یاد وزارت څه باندې ۳۴ زره کاري جوازونه وېشلي چې له ډلې یې ۲۴ زره ۷۶۷ تنه نارینه، ۸۷۱ ښځې او په خصوصي سکټور کې ۶ زره نارینه او یو زره ۶۰۰ ښځینه او یو  زر  ۱۲۲ بهرني وګړي شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist