Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې کوچنۍ کارخونې مخ پر زیاتیدو دي

هلمند کې کوچنۍ کارخونې مخ پر زیاتیدو دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

په هلمند ولایت کې په بېلابېلو برخو کې کوچنۍ کارخونې مخ په زیاتېدو دي.

د صابون جوړولو دغه کوچنۍ کارخونه په یو میلیون افغانیو جوړه شوې چې اوس مهال په کې پنځو تنو ته د کار زمینه برابره شوې.

د دې کارخونې مسوول حبیب الله خاموش وايي، اوس مهال دا ډول کارخوني زیاتي شوې خو له مسولینو یې غواړي چې پر کیفیت یې کار وکړي او خلک پر داخلي تولیداتو بي باوره نه کړي.

خاموش زیاتوي:«  دا کار مو اول وار راشروع کړی، تقریبا له یو میلیون افغانیو، کرار کرار مو دا کار مخته وړی په ښار کې مو توزیع درلود شامپو مو خرڅوله او صابون مو توزیع کاوه. مخکې په ښار کې د شامپو کارکوونکي لږ وه، اوس ډېر شوې.»

د وړو کارخونو یوشمیر نور مسوولین بیا وايي، اوس مهال کوچني صنعت مخ پر ودې دی او ډېری کسان د خپلې پانګې په اندازه پانګونه کوي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د کاروبار لپاره دي منظم پلان او ځمکې په اختیار کې ورکړي.

د یوې کارخونې مسوول حکمت الله وايي:« انشاالله ورځ په ورځ پرمختګ راون دی، نوي ځوانان راځي هر کسب کې خپل د ځان او خپلې راتلوونکې لپاره کار کوي.»

د یوې کارخونې مسوول عبدالرحمان بیا وايي:« دا کارونه دې پر کټګوریو وویشل شي د بیلګې په ډول دا دي مالومه شي چې د اوبو څو شرکتونو ته اړتیا شته.»

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د اسلامې امارت د رهبر د فرمان پر اساس پلان لري چې نژدې وخت کې د کوچنیو صنعتکارانو لپاره ځمکې وویشي ترڅو دوی وکولیی سې خپل صنعت ته پراختیا ورکړي.

د هلمند صنعتي پارکونو امر فضل احمد فضلي وايي:« د صنعت او تجارت ریاست خپل د وزارت په همکارۍ په خاص ډول د شیخ صاحب امیرالمومنین ۳۷۵ او ۲۷۰۸ ګڼې حکم پر اساس د کوچنیو صنعتکارانو لپاره منظور کړی چې په هر ولایت له ۱۰ تر ۵۰ جریبه ځمکه د کوچنیو صنکارانو لپاره ځانګړې شي نو د دې لپاره موږ کار کوو چې کوچنیو صنعتکارانو ته ځمکې ورکړو.»

هلمند کې د کوچنیو صنعت کارانو ترڅنګ له ١٥٠ زیاتې لویې تولیدې کارخونې هم فعالي دي چې په بېلابېلو برخو کې تولیدات لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist