Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/17

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي د پاکستان ګوادر بندر ته په شارې وایي، د دغه هېواد د بندرونو له لارې افغان سوداګرو له هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره راکړه ورکړه کولی شي.

دوی د پاکستان بندرونه د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي او زياتوي چې پاکستان هم د افغانستان له لارې هڅه کوي له منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي:« پاکستان د سوداګرۍ اړخه د افغانستان لپاره خورا مهم دی. موږ د دغه هېواد له لارې هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړېکې لرو او همدارنګه پاکستان هم د فغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه لري.»

په ورته مهال ځيني پاکستاني چارواکو ګوادر بندر ته له اسټراليا د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو د دویمې بېړۍ را رسېدو هرکلی کړی.

د پاکستان سمندري چارو وزیر محمد جنید انور چودري ګوادر بندر افغانستان سوداګرۍ لپاره خورا مهم بللی او ويلي يې دي، په وچه کې له پروت افغانستان سره يې د سوداګریزې دروازې په توګه ګوادر بندر د همکاريو يوه برخه ده.

چودري زیاته کړې: «موږ له تېرې څه مودې راهیسې هڅه کوله، چې یو داسې څه رامنځ ته کړو، څو په وچه کې پروت د افغانستان صادراتو او وارداتو پر وړاندې یوه ستراتېژیکه دروازې پرانیستل شي.»

هغه دغه راز نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د اسانه لاسرسي په برخه کې د ګوادر بندر پر رول ټینګار کړی دی.

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي، ددغه هېواد د اقتصادي همغږۍ کمېټې له خوا پر افغان سوداګرو د بانکي تضمینونو لرلو اجبار لغوه کول هم د دې سبب شوي چې د سوداګرو پر وړاندې اسانتیاوې رامنځ‌ته او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړېکې پراخې شي.

دغه ورځپاڼې د ګوادر بندر ریيس له قوله لیکلي، چې د تازه بېړۍ بریالي تم‌ځای ته رسېدل او چټک بار ښکته کول هم دا ښيي چې ګوادر بندر اوس د عصري سوداګرۍ لپاره بشپړ چمتو دی.

شاه عرفان احمد ویلي، د ګوادر بندر پراخېدونکی رول به نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د مرکزي اسیا لپاره هم اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

احمد زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې ګوادر بندر نه یوازې د افغانستان، بلکې د مرکزي اسیا لپاره هم د باور وړ سوداګریز دهلېز جوړ کړو.»

یو شمېر افغان سوداګر هم د پاکستان ګوادر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي، خو وایي، که پاکستان په رښتیني مانا په خپلو ژمنو ودرېږي او افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړې نه‌کړي.

افغان سوداګر عبدالجبار ساپی وايي:« ګوادر بندر د افغان سوداګرو لپاره خورا مهم بندر دی ځکه کولی شي چې د دغه بندر له لارې ټولې نړۍ ته خپل توکي ولېږدوي خو شرط لري چې پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې رانه‌شي او پرې ودرېږي.»

د پاکستان ګوادر بندر ته دویمه سوداګریزه بیړۍ له استرالیا راغلې چې ۲۰زره ټنه ډای امونیم فاسفیټ یې رانتقال کړې دي.

په دې وروستیو کې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال ژمنې شوې وې چې د افغان سوداګرو پر وړاندې به ټول خنډونه لرې کړي چې له مخې یې دوی ته ستونزې جوړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist