Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: د امریکا له خوا مرستو ځنډولو پر افغان بازارونو منفي اغېز نه دی کړی

اوچا: د امریکا له خوا مرستو ځنډولو پر افغان بازارونو منفي اغېز نه دی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/07

د روان کال په جنورۍ کې امریکا د افغانستان په شمول له يو شمېر هېوادونو سره خپلې بشري مرستې وځنډولې چې دې چارې د افغانستان د بشري مرستو برخه هم اغېزمنه کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره(اوچا) په همدې تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې د مرستو له بندېدو وروسته د هېواد په بازارونو کې د خوارکي او غیر خوارکي توکو د بیو حالت ته کتنه کړې.

په راپور کې راغلي، د مرستو ځنډېدو او په تسلسل یې د خنډ ایجادېدو له امله د افغانستان په بازارونو کې د پام ‌وړ منفي اغېز نه دی رامنځته کړی او د توکو نرخونه ثابت پاتېدي.

د اوچا په راپور کې د دې کار اصلي لامل د افغان سوداګرو له لوري د عرضې او تقاضا بیلانس ساتل یاد شوي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي: « د بازارونو ارزونې ښودلې چې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې په ثابت حالت کې دي. د دې کار اصلي لامل له بېلابېلو لارو بازارونو ته د توکو عرضه کولو دوام بلل کېږي چې په ترڅ کې یې پلورونکي پر افغاني او د ګاونډیو هېوادونو پر عرضه کوونکو توکو متکي ول.»

اوچا دغه راپور د هېواد په بازارونو کې له ټاکل شویو پلورونکو د مطرح شویو پوښتنو ځوابونو پر بنسټ ترتیب کړی چې په کې د اوړو، وریجو، غوړیو، څښاک اوبو او ځینو غیرخوارکي توکو په تړاو پوښتنې شوې.

په راپور کې ویل شوي، په دې موده کې افغانیو د امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی چې لامل یې هېواد ته د نقدي مرستو راتلل او د افغانستان بانک له لوري په بازار کې پر وخت د ډالرو لیلامول یاد شوي.

د اوچا راپور په دې اړه وايي: « د افغانستان اقتصاد پر بهرنیو مرستو پورې تړلی دی. د بېلګې په توګه، د سوداګرۍ کسر باوجود افغانۍ خپل ثبات ساتلی. دا غیر معمول ده؛ ځکه د سوداګرۍ لوی کسرونه د پولي کسر لامل کېږي. د افغانیو د دې حیرانوونکي ثبات یو عمده لامل د بشري او بنسټیزو اړتیا پوره کوونکو ادارو له خوا د نقدي کڅوړو پراخه مرسته ده.» 

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، که څه هم ځینې وخت نرخونه په بازارونو کې له کاواکۍ سره مخ کېږي، خو په خبره یې د سرپرست حکومت له لوري پر بازارونو څار او کنټرول د لوړو نرخونو او د توکو د کمښت مخه نیسي.

دوی د سرپرست حکومت او سوداګرو ترمنځ همغږي، بازارونو ته پر وخت د اړینو توکو را رسول او د خپلو مسوولیتونو درک په بازارونو کې د توکو د شتون او د نرخونو د ثبات له نورو لاملونو ګڼي.

سوداګر نبي افغان وايي: « دا چاره چې تر اوسه پورې کنټرول ده یا مثبته ده، لامل یې له حکومت سره د تجارانو همغږي، بازار ته په ټاکلي وخت د توکو رسول او د نرخونو په ساتلو کې د حکومت مسوولیتونه ښه پرمخ وړل او درک کول دي. دا هرڅه د دې سبب شوي چې د مرستو کمېدل په بازار منفي اغېز ونه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جنورۍ کې د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته، د اوچا په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیا زیاتېدو ترڅنګ، له ځوړ او کمزوري حالت سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت د مخ کېدلو وړاندوېینه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist