Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چرګانو فارم لرونکو ټولنه: د بازار د اړتیا وړ۵۰ سلنه  چرګ غوښه او هګۍ په کوردننه تولیدېږي

د چرګانو فارم لرونکو ټولنه: د بازار د اړتیا وړ۵۰ سلنه  چرګ غوښه او هګۍ په کوردننه تولیدېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/05

د افغانستان د فارمي چرګانو فارم لرونکو سراسري ټولنې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته  خپلې لاسته راوړنې او ننګونې شریکې کړې.

د دې ټولنې چارواکي وایي، دامهال په ټول هېواد کې د چرګانو د روزنې ۱۴ زره فارمونه شته دي چې په ورځنې ډول د ۱۲۰ زره کیلوغوښې او ۲.۳ ميليونه هګيو د تولید ظرفيت لري او په دې توګه په يادو برخو کې د کورني بازار اړتيا ۵۰ سلنه پوره کولی شي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د چرګانو د غوښې او هګیو د توليد صنعت د ودې لپاره د ورته توکو له واردولو مخنيوی وکړي.

د افغانستان د فارمي چرګانو فارم لرونکو سرتاسري ټولنې مرستيال توریالی همت وايي: « سره له دې چې د ځینو ستونزو له امله یو شمېر فارمونه له سقوط سره مخ شوي، خو بیا هم موږ د هرې ورځې پر کچه ۲.۳ میلیونه هګۍ تولید لرو او دا د افغانستان د اړتیا ۵۰ سلنه تشکیلوي. تمه ده راتلونکي کې د ځمکو له وېش وروسته پاتې ۵۰ سلنه نوره تقاضا هم پوره کړو.  له دولت غوښتنه کوو چې په بهر کې د مارکېټ موندلو له پلوه موږ سره همکاري وکړي؛ موږ اوس د دې ظرفیت لرو چې بهرنیو هېوادونو ته د چرګانو غوښه صادره کړو.»

د کرنې وزارت چارواکي بيا وايي، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره ۱۴ زره واړه او لوی د چرګانو د روزنې فارمونه جوړ شوي چې څه باندې ۵۰۰ زره کسانو ته په کې په مستقیم او غیر مستقم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

دوی کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت  او استخباراتو رياست مکلف ګڼي چې له کورنيو تولیداتو ګټه واخلي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین صدراعظم عثماني وايي: « موږ په هغو غوښو بندیز ولګاوه چې له بهر راوړل کېدې، د خلکو شکایتونه هم راپورته شول، خو موږ د چرګانو داخلي سکټور ته وده ورکړه. په هغه وخت کې د چرګانو له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ فارمونه وو، خو اوس دا کچه ۱۴ زرو ته رسېدلې ده. په دې سکټور کې له ۱۰۰ زرو زیاتو کسانو ته په مخامخ توګه د کار زمینه برابره شوې او ۳۶۰ زرو نورو ته په غیر مستقیمه توګه کار پیدا شوی.»

د کانونو او صنایعو خونې ریيس شېرباز کمین‌ زاده وايي: « ما څو ځله ویلي نن بیا هم وایم، که زراعت صنعتي نه کړو، هېڅ کار نه شو کولی. د مثال په توګه، موږ په خپل هېواد کې یو متر تیکه نه شو جوړولی.»

ځینې چارواکي بیا د پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرولو خبره کوي او وايي، سرپرست حکومت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره اړینې اسانتياوې رامنځته کړې دي او له همدې کبله له بهر مېشتو افغان پانګوالو غواړي چې خپله پانګونه هېواد ته را انتقال کړي.

د چارو ادارې رییس نورالحق  انور وايي: « موږ له زعیم سره ناسته لرله، د هغه له لوري دستور ورکړل شو چې د پانګونې او پانګوالو پر وړاندې چې کوم خنډونه دي، ټول دې تثبیت شي او هڅه دې وشي چې کارونه یې اسانه شي.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حیات حقاني وايي: « که زموږ صادرات زیات شي، ډېر به ښه شي خو که واردات ډېر شي، له ستونزو سره مخ کېږو. اسعار مو بهر ته روان دي او په دې کې خلک بېکاره کېږي، بله ورځ دا ستونزه د سیاسي فشار په توګه کارول کېږي. باید وکولی شو خپلو صادراتو ته وده وکړو او واردات راکم کړو.»

د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې، له تېر یوه کال راهیسې په هېواد کې د چرګانو د روزنې لویو فارمونو په زیاتېدو سره په بازارونو کې د دغو فارمونو تولیدات هم مخ په زیاتېدو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist