Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني ځواکونو د بلوڅو د یووالي کمېټې مشره نیولې

پاکستاني ځواکونو د بلوڅو د یووالي کمېټې مشره نیولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/24

د بلوچستان یووالي کمېټې د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، پاکستاني ځواکونو د دې کمېټې پر سوله ‌ییزو لاریون کوونکو له تاوتریخوالي ډک برید کړی او د يادې کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ او یو شمېر نور غړي یې نیولي دي.

په اعلاميه کې راغلي، له دوو ورځو راهیسې د بلوڅانو د یووالي کمېټې د لاریونونو موخه له بندخونو د خپلو هغو غړیو د آزادولو په موخه کېږي چې پاکستان یې پر وړاندې د نه خوشې کولو او زور تګلار غوره کړې ده.

اعلاميه کې وړاندې ویل شوې، پاکستاني ځواکونو پر لاریون کوونکو اور غورځوونکي ګازونه کارولي او مخامخ ډزې یې پرې کړې دي.

د اعلامیې یوه برخه:« د پاکستان امنیتي ځواکونو ډاکټر ماهرنګ بلوڅ او یو شمېر نور کسان نیولي. د لاریونونو پرمهال ښځې او ماشومان هم په ظالمانه توګه تر بریدونو لاندې راغلي.  زموږ موخه دا وه چې د کمېټې غړي بیبارګ بلوڅ او ورور یې حمال اېلیاس، سعدیه او یو شمېر نورې ښځې او سړي له بندخونو آزاد شي، خو د پاکستان حکومت تل د زورزیاتي له اصولو کار اخیستی دی.»

د ماهرنګ بلوڅ خور د نوموړې له نیولو وروسته د هغې له اېکس پاڼې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ماهرنګ په ګډون د بلوڅانو یووالي کمېټي مرکزي غړیو د آزادېدلو لپاره ورسره همکاري وکړي.

په ورته مهال، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د دې هېواد له امنیتي ادارو غوښتي چې د ماهرنګ بلوڅ په ګډون هغه بلوڅان خوشې کړي چې د خپلو بشري حقونو د اعادې لپاره مبارزه کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسيون ویلي: « د بشري حقونو کمیسيون له دولت جدي غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي له اقداماتو لاس واخلي او د مخالفو نظرونو ځپل ودروي. د بلوڅو یووالي کمېټې مشرانو نیول او د مخابراتي شبکو بندول نامعقول غبرګونونه دي چې د خلکو نارضایتي به ورسره لا زیاته شي.»

د دې ترڅنګ، د جمهوري ملي غورځنګ مشر محسن داوړ هم پر بلوڅ لاریون کوونکو د پاکستاني ځواکونو ‌‌ډزې او د ماهرنګ بلوڅ نېونې ته په غبرګون کې ویلي، له بلوڅانو سره دا ډول چلن به د پاکستان پر وړاندې ننګونې نورې هم زیاتې کړي.

داوړ زیاته کړې:« د پولیسو له لوري  ډاکټر ماهرنګ او د ښځو او ماشومانو په ګډون د سوله ‌ییزو فعالانو نېونه د شرم وړ خبره ده. د حکومت له لوري داسې ظلمونه به د مقاومت اور نور هم زیات کړي. نو موږ په سمدستي توګه د ټولو فعالانو د ازادېدو غوښتنه لرو.»

د بلوڅو یووالي کمېټې له دوه ورځو راهیسې د خپلو یو شمېر مدني فعالانو د خوشې کولو لپاره لاریونونه پیل کړي، خو د پاکستاني ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شي او پر ډزو یې ځواب ورکړی.

د دغو ډزو په پايله کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان امنيتي چارواکو ویلي، د عامه نظم او امنیت ټینګولو لپاره یې د لاریون د مخنیوي په موخه پر خلکو اور غورځوونکي ګازونه او ربړي مرمۍ کارولې دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist