Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هټۍ وال: د توکو لوړو بیو او خلکو ټیټ اقتصاد له امله کاروبار ګمرنګه شوی

هټۍ وال: د توکو لوړو بیو او خلکو ټیټ اقتصاد له امله کاروبار ګمرنګه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/24

په داسې حال کې چې کوچني اختر ته د ګوتو په شمېر څو ورځې پاتې دي، یو شمېر دوکانداران د خپلو کاروبارونو له پیکه کېدو شکایت کوي.

عبدالوکیل چې په کابل کې د وچې مېوې هټۍ لري وایي، د ولس کمزوری اقتصاد او د اختریزو توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی چې خلک يې د اخیستلو وس ونه لري.

عبدالوکیل په دې اړه وايي: « د اختر مخه ده او سودا مو زیاته راوړې، خو د پخوا په څېر بازار نه شته. د خلکو اقتصاد ضعیفه شوی او پیسې نه لري؛ ځکه خو زموږ خرید او فروش هم کم شوی. که څه هم د اختر مخه کې بازار یو څه ښه شوی، خو بیې ډېرې لوړې دي او د تېر کال پرتله ۵۰ تر ۷۰ افغانیو زیاتوالی راغلی.»

په همدې حال کې یو شمېر نور هټۍ وال وايي، د بشري مرستو بندېدل او د کاري فرصتونو نه شتوالی د دې لامل شوي چې د دوی کاروبار د تېرو کلونو پرتله کمرنګه شي.

د لیلامي بوټانو پلورونکی سلطان وايي: « خلک د بوټانو اخیستلو وس نه لري، داسې چې د۱۰۰ افغانیو بوټان په ۵۰ غواړي، د ۵۰۰ بوټ په ۱۰۰ افغانیو غواړي. خلک پیسې نه لري، تېر کال بیا هم ښه و، سږ کال بیخې بازار ضعیف دی.»

پلورونکی نور عباس وايي: « د خلکو اقتصاد کمزوری دی، چا سره پیسې نه شته. اوس هغسې کارونه نه شته لکه مخکې چې وو. له حکومت غوښتنه کوو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»            

د کابل یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې نرخونه کنټرول او د هېواد پر کچه د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی رحمان الله وايي: « بازار ته راغلم ترڅو اختر لپاره وچه مېوه واخلم، خو وینم چې بیې د تېر کال پرتله لوړې شوې دي. زه هغه سودا اوس نه شم کولی چې پخوا مې کوله. مجبور یم نیمايي سودا واخلم، ځکه په ټوله مې وس نه رسېږي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمد وايي:« له حکومت مو غوښتنه دا ده چې خلکو ته کاري زمینه برابره کړي. که زه معاش یا کار ولرم، له ما سره به د دوکاندار کار هم وچلېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د اختر په رارسېدو سره بازارونه د سږ کال پرتله ډېر فعال وو. هېوادوال د دې حالت لامل کمزوری اقتصاد او د کاري فرصتونو نه شتوالی ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist