Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د تورخم لارې بندېدو له امله ډېر زیان پاکستاني سوداګرو ته اوړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د تورخم لارې بندېدو له امله ډېر زیان پاکستاني سوداګرو ته اوړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/10

د پاکستان له خوا د تورخم لارې له بندولو ۱۷ ورځې اوړي او پر سوداګرۍ سربېره هېڅ راز تګ راتګ ته اجازه نه شته.

د دې لارې د تړلو پر مهال د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی چې دا ځل يي د مالي زیان زیاته برخه پاکستاني سوداګرو ته اوښتې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د تورخم لارې د تړل کېدو پرمهال د دواړو غاړو سوداګرو ته په میلیونونو ډالرو زیان اوښتی او په خبره يې، که څه هم د تورخم لارې له تړل کېدو سره اوس افغان سوداګر د خپلو تجارتي توکو د ټرانزیټ لپاره بدیلې لارې لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « که څه هم دا مهال د پاکستان د مېوې وخت او دوی ډېر تاوان کوي، خو زموږ خواته هم معدن ولاړ دی او دغه راز وچه مېوه او غالۍ مو بندې دي. باید ووایم چې پاکستان موږ ته اړتیا لري او موږ پاکستان ته؛ دا یوه ډېره جدي ستونزه ده او لومړی ځل هم نه دی. پاکستان په کراتو بهانې جوړې کړې او پوله یې تړلې ده.»

د الکوزي په خبره، په تېرو ۱۷ ورځو کې دواړو غاړو ته شاوخوا ۶ زره بار وړونکي موټر ایسار دي. الکوزی زیاتوي، پاکستان تل په حساسو وختونو کې د دواړو غاړو سوداګر زيانمن کړي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی په دې اړه وايي: « په دې ورځو کې له شپږو زرو زیات په سوداګریزو توکو بار موټر ولاړ دي، خو اوس اکثریت موټر له تورخم څخه بېرته پېښو او دېخوا جلال اباد ته راغلل. د اوس لپاره د تجارتي توکو بارګیري بنده ده. زما په اند، هره ورځ موږ او دوی ته تر یو میلیون ډالرو پورې په مستقیم او غیر مستقیم ډول تاوان رسېږي.»

په ورته مهال، سوداګر وايي دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لارې د تړلو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوړي، بلکې سوداګر په دوامداره توګه د ورته ستونزو او زیانونو له امله په دې لاره د کاروبار ادامې ته زړه نا زړه دي.

سوداګر محمد یونس ځدراڼ وايي: « د تورخم دروازه هرکله په ډېرو حساسو وختونو کې د افغان تجارانو پر وړاندې بندېږي او له امله یې زموږ سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي او اقتصادي زیانونه ور اوړي. زموږ سوداګرو او حکومت ته په کار ده چې نور د پاکستان د دروازو یا تجارت په ځای بدیلې لارې پيدا کړي.»

د تورخم لاره د پاکستان له خوا هغه مهال وتړل شوه چې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړه رامنځته شوه او په کې د مالي زیانونو ترڅنګ، ځاني مرګ ژوبله هم واوښته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist