Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: تورخم کې د جګړې له امله لاریو او په کې بار سوداګریزو توکو ته زیانونه رسېدلي

سوداګر: تورخم کې د جګړې له امله لاریو او په کې بار سوداګریزو توکو ته زیانونه رسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

په تورخم کې دوشنبې شپې په جګړه کې دواړه خواوو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره جزییات نه شته.

زرګونه موټر له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې د لارې تړل کېدو له امله د فرضي کرښې دې اړخ ته په تورخم کې ایسار دي او همدومره نور موټر د فرضي کرښې بل اړخ ته هم په دې تمه ولاړ دي چې ګوندې لار به خلاصه او دوی به توکي خپلو منزلونو ته ورسوي.

موټر چلوونکی آصف وايي: «دا ۱۱ مه  ورځ ده چې زموږ موټر په تورخم کې ولاړ دي، هره ورځ د پاکستان له خوا ډزې کېږي. دلته ټرانسپورټ په عذاب دی، خلک په تکلیف دي او هرچا ته یې زیان رسېږي.»

یو بل موټر چلوونکی ګل محمد وايي: « زما موټر کې چرګان بار دي، له ۱۰ ډېرې ورځې کېږي، خو هېڅوک د لارې خلاصولو غم نه خوري. موږ له مزردوۍ وتلي یو او دلته په دې روژه کې مسافر پراته یو.»

په دغو موټرو کې د وچو او تازه مېوو ترڅنګ، غوښې، هګۍ او دېته ورته نور خوراکي توکي چې د ژر خرابېدو احتمال يې شته، بار دي.

 موټر چلوونکي وايي، ۱۲ ورځې یې په تورخم کې تېرې کړې دي.

موټر چلونکی رحمت وايي: « موږ خپل ټرانسپورټ وایو چې دا لارۍ خرڅې کړئ، ترڅو موږ هم ترې خلاص شو. دا به تر کومه ادامه ولري چې هر کله پاکستان وغواړي، دروازه بنده کړي. موږ وایو، یا دغه دروازه د تل لپاره وتړئ یایې د تل لپاره خلاصه کړئ.»

دا په داسې حال کې ده چې تېرې دوه شپې په پرله پسې توګه په تورخم کې نښتې وشوې.

موټر چلوونکي وايي، دواړو خواوو ته په توکو بار موټر هم په مرميو لګېدلي دي.

په تورخم کې انتظار موټر چلوونکي له دواړو لوریو غواړي چې سیاست او سوداګري سره جلا کړي او لار دې خلاصه پرېږدي.

موټر چلوونکی آصف په دې اړه وايي: « زموږ لارۍ په مرمیو لګېدلې دي، زه یې ویډیوګانې لرم حتا کلینډر هم په کې ټپي شوی. موږ له مسوولینو غوښتنه کوو چې له پاکستان سره دا معامله یو طرف ته کړي. موږ غوښتنه کوو چې سیاست او تجارت سره بېل کړئ، ترڅو دروازه هره ورځ بنده نه شي.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونکې خونه وايي، پر سوداګریزو توکو بار زرګونه موټر د تورخم لارې دواړو خواو ته ولاړ دي او په کې داسې خوراکي توکي بار دي چې ژر له منځه ځي او زیان یې ولس ته رسیږي.

د دغې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، د تورخم لارې د بندېدو له لامله سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان رسیدلی دی.

الکوزی زیاتوي:« په لارو کې بار توکي خرابېږي، دلته په بازارونو کې ګراني راځي، ډېمرېج او ډېټېنشن راځي. په دې کې ټرانزیټي مالونه دي، په دې کې مېوې دي او خوراکي توکي چې خرابېږي او په دې سره د افغانستان او پاکستان تجارت ته په میلیونونو ډالرو زیان رسېږي.»

د تورخم لارې د خلاصېدو په موخه د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ ناستې هم وشوې، خو څه مثبته پایله یې نه درلوده. تر اوسه د لارې بندېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ دوه ځلې نښتې شوې چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist