د ملګروملتونو بشري حقونو سترې شورا په خپله ۵۸ مه غونډه کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د پخوا پرتله سخت بللی او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې وضع شوي محدودیتونه لرې کړي.
په دې غونډه کې چې له شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې دوام لري، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې پر بشري حقونو محدوديتونه د لا سختېدو په حال کې بللي.
ریچارډ بېنېټ، په دې اړه يادې شورا ته د افغانستان بشري حقونو وضعيت په اړه راپور وړاندې کړی او د راپور موندنې يې ښيي چې سرپرست حکومت پر ښځو او نجونو، لږکیو، د بشري حقونو پر مدافعانو او خبریالانو محدودیتونه د پخوا پرتله زیات کړې دي.
بېنېټ ویلي:« افغانان او په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو مدافعان او خبریالان له ټولنې څنډې ته شوي او دوی د داسې یوه سیستم تر واک لاندې ژوند کوي، چې د هغوی د غلي کولو او کنټرول لپاره مجازات وجود لري.»
ريچارډ بېنېټ د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون چې په تېر ميلادي کال کې د اسلامي امارت د رهبر له لوري توشېح شوی، د سرپرست حکومت د سخت دریځۍ او د بشري حقونو پر وړاندې د اقداماتو ښکاره بېلګه بللې.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي او د بشري مرستو لړۍ ورسره دوامداره وساتي.
په ورته مهال، د بشري حقونو په سترې شورا کې د قطر استازي مشعل المنصوري له نړیوالو ټولنې سره یو ځای د افغانانو لپاره د بشري حقونو پر رعایت ټینګار کړی او دغه راز يې له اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو دوام مهم بللی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي: « قطر هڅه کوي افغان ښځو او نجونو ته د تعلیم، کاري فرصتونو او مساوي حقونو په برخه کې مرسته ورکړي. د همدې موخې لپاره یې له اندونیزیا سره ګډ هوکړه لیک هم لاسلیک کړی، ترڅو افغانانو ته په اندونیزیا کې د زده کړو زمینه برابره کړي او هم مو د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارو له لارې افغان متشبثو مېرمنو سره مالي مرستې کړې.»
سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي تازه ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه سازمان له افغانانو د رښتیني ملاتړ لپاره نه بلکې د سیاسي فشار په موخه ورته ادعاوې کوي.
د سياسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « په تېرو درې نیمو کالو کې د افغانستان د وضعیت څېړلو لپاره څو نړیوالې ناستې جوړې شوې، اعلامیې یې صادرې کړې، غندنې یې وکړې او نور هېڅ. هېڅکله یې د افغانستان د ګټو تأمینولو او د خلکو د درناوي په اړه پیغام نه دی ورکړی. دغه ناستې او کنفرانسونه د افغانستان پر سرپرست حکومت د سیسټماټیکو فشارونو زیاتولو لپاره دي؛ ترڅو له دې لارې په افغانستان کې د زبرځواکونو هېوادونو سیاسي موخې او اهداف تأمین شي. زه هیله لرم تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل پیدا کړي او اجازه ورکړي چې د کمزورتیا ټکي د پیاوړتیا په ټکو بدل شي. د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان د نړیوال امنیت په تأمین کې لا ښه رول لوبولی شي.»
د سياسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « دا ځل باید د افغانستان سرپرست حکومت دا راپور جدي ونیسي او پر نړیواله کچه د دغو ستونزو د حل لپاره ګامونه پورته کړي. زه هیله لرم چې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال په پيل کېدو سره، لږ ترلږه د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصې کړي، ترڅو حد اقل له دې پلوه خو افغانستان د نړۍ له نیوکو خلاص شي.»
سرپرست حکومت په کراتو د نړیوالو له لوري د بشري حقونو د نقض تورونه رد کړي او ټينګار یې کړی چې ټولو افغانانو ته یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپل حقونه ورکړې دي.