د کب ۱۰ مه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې د لاسلیک کېدلو له پنځمې کلیزې سره سمون لري.
د دوحې هوکړه له ۱۸ میاشتنيو اوږدو خبرو اترو له لسم پړاو مذاکراتو وروسته، په ۱۳۹۸لمریز کال د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د اسلامي امارت د هغه مهال د سیاسي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ترمنځ لاسلیک شوه.
اسلامي امارت د د دوحې هوکړه د افغانستان په اوسني تاریخ کې ځانګړې پېښه او د افغانانو په ژوند کې برخلیک ټاکونکې هغه بولي.
په قطر کې د اسلامي امارت شارژدافیر سهیل شاهین وايي: « د دوحې توافقنامه د افغانستان په اوسني تاریخ کې ځانګړی ځای لري او د افغانستان د مسلمان ولس په ژوند کې یې ټاکوونکی نقش ترسره کړی. د هغه وخت د اسلامي امارت مشرتابه مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د سیاسي دفتر په شکل کې د سیاسي سنګر په رامنځته کولو سره له یرغلګرو څ دا بهانه وتړله چې اسلامي امارت د مذاکراتو دروازه بنده کړې او یوازې د جنګ لاره یې انتخاب کړې ده.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له اسلامي امارت سره یې د امریکا د مرکچي پلاوي مشري پرغاړه لرله، د مذاکراتو لومړی پړاو یې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال کال د اکټوبر په ۱۲مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې پېل کړ.
دغې هوکړې د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې یې د امریکا ۲۰ کلن پوځي حضور ته د پای ټکی کېښود، ترڅنګ یې د تېر نظام پرځېدلو او واک ته د اسلامي امارت بیاځلې رسېدو زمینه هم برابره کړه.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پرته له شکه چې د دوحې تړون د افغانستان لپاره یو مهم او تاریخي سند و او دی. دغه تړون سبب شو چې دلته اشغال ختم شي، بهرني قوتونه له افغانستانه لاړ شي، اسلامي امارت حاکم شي، پخوانی رژيم سقوط وکړي او په افغانستان کې په بشپړه توګه امن راشي. خو دلته ځینې نقضونه هم شته، د مثال په توګه امریکا لا تر اوسه هم د طالبانو پر مشرانو تحریمونه نه دي لرې کړي او د افغانستان پیسې کنګل پاتې دي.»
له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو بشپړ وتل، د بل هېواد پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدو تظمین ورکړه، د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل او د اوربند ټینګښت د دې هوکړې څلور اصلي ټکي یادیږي.
د بندیزونو له تور لېست د اسلامي امارت د چارواکو لرې کول، پر افغانستان د بندیزونو لرې کول او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کول هغه نور موراد دي چې پنځه کاله وروسته یې لا هم دواړه خواوې یو او بل په نقضولو تورنوي.
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « د دوحې تړون د دواړو خواوو له خوا د خپلو تفسیراتو او تغییراتو قرباني ګرځول شوی. هر لوری غواړي د تړون یوه برخه په خپله ګټه تفسیر کړي او یو پر بل یې ومني. په دې برخه کې د باور فضا له منځه تللې او باید د دې فضا در بېرته رامنځته کولو لپاره هڅه وشي او تفاهم ته زمینه مساعده شي.»
د پنځو کلونو په تېرېدو سره د تمو خلاف لاهم اوسنی سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی او د افغانستان پر بانکي سیسټم بندیزونه نه دي لرې شوي.
دا هغه ټکي دي چې اسلامي امارت یې د دوحې هوکړې خلاف بولي.
خو بل پلو، نړۍ بیا د بشري حقونو نقض، د افغان نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه، د ټولګډونه حکومت نه جوړېدل او د زور په کارولو سره سیاسي واک ترلاسه کول له سرپرست حکومت سره د تعامل نه کولو لوی لاملونه ګڼي.