Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي ګروپ د برېښنا تولید برخه کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي

عزیزي ګروپ د برېښنا تولید برخه کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/22

افغانستان هغه هېواد دی چې د برېښنا تولید لپاره کافي ظرفیت لري، خو له لسیزو راهیسې دغه هېواد پر وارداتي برېښنا متکي دی او هر کال ګاونډیو هېوادونو ته په لسګونه میلیونه ډالر ورکوي.

د مالوماتو له مخې، افغانستان ۶ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس مهال څه باندې ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا په ‌کې شتون لري چې له دې جملې شاوخوا ۸۰۰  میګاواټه یې له ګاونډیو ازبېکستان او تاجیکستان هېوادونو وارداتي برېښنا ده او ډېری وخت یې هېوادوال له پرچاوۍ شکایتونه کوي.

تازه د برېښنا تولید په برخه کې د عزیزي ګروپ د ۱۰ میلیارده ډالرو پانګونې اعلان کړی چې په راتلونکو پنځو کالونو کې به دغه ستره پروژه بشپړه او د ۱۰ زرو میګاواټه برېښنا تولید به ظرفیت ولري.

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي:« زه عزیزي بدون د هېڅ بانک له کومک، زه نن دلته حاضر یم چې دغه ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه د انرژۍ په برخه کې په خپل هېواد کې په پنځو کلونو کې مخته یوسم.»

اوبه، د ډبرو سکاره، بادونه او لمر د برېښنا د تولید هغه طبیعي زېرمې دي چې د اوبو اوانرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د ۳۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

چارواکي وایي، د دغه ډول پروژو عملي کول یې په لومړیتوبونو کې دي او په خبره یې د هر ډول لویو  پروژو پلې کولو د نړۍوالو په تېره د ګاونډیوهېوادونو لپاره د زغم وړ نه دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي:« د تجارانو، د دې ادارې او د دې حکومت د مسوولینو دا اخلاص چې شپه او ورځ لګیا وي، دا نه نړیوال تحمل کولی شي او نه زموږ ځینې ګاونډي هېوادونه یې تحمل کولی شي. ما وویل چې ځینې پروژې دي چې هغې ته لومړیتوب ځکه باید ورکړل شي. برېښنا اوس د افغانستان د هر سکټور، د هرې کارخونې، د هر صنعت کار  او د هر کور اړتیا ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د خصوصي سکټور د لاپیاوړتیا هڅو ته دوام ورکوي او په خبره یې د تولید په ټولو برخو کې دغه ډول پروژې له ځان بسیاینې سربېره افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله ذاهد وايي:« زموږ موخه دا ده چې یو باثباته، اقتصادي سیسټم رامنځته کړو چې په کې د خصوصي سکټور ودې ته زمینه برابره شي، صنعت پياوړی او هېواد د ځان بسیاینې پر لور ګړندي ګامونه واخلي. که موږ خپل داخلي ظرفیتونه وکاروو او زموږ ملي سوداګر د هېواد اقتصادي پرمختګ او زیربناوو، صنعت او تولید په برخو کې پانګونې وکړي، نو ډېر ژر کولی شو چې خپل هېواد په اقتصادي انقلاب سره پر یوه صنعتي او صادراتي هېواد بدل کړو.»  

د اقتصادي چارو شمېر شنونکي بیا دغه ډول پروژې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې بولي، خو غوښتنه کوي چې د دې پروژې د ملاتړ لپاره دې اړوند ادارې په مشترک ډول دغه پروژه پر مخ یوسي، څو په سم ډول یې چارې پر مخ ولاړې شي.

له دې وړاندې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې د یوه خصوصي شرکت له لوري بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ۲۰ زرو کورنیو ته برېښنا ورکولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist