Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له کندهاره تېرو ۹ میاشتو کې د نږدې۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوې

له کندهاره تېرو ۹ میاشتو کې د نږدې۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/20

د کندهار ولایت د ښوراندام صنعتي پارک د وچې مېوې د پروسیس کارخونو کې د کندهار، زابل او اروزګان بېلابېلې وچې میوې پروسیس کیږي او بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

دغو کارخونو کې لسګونه کاريګر د وچې مېوې پروسېس په بېلابېلو پړاوونو کې کار کوي او په مياشتني ډول له۱۰ تر ۱۵ زرو افغانيو پوري عاید ترلاسه کوي.

د کارخونکې یو تن کاریګر سمیع الله وايي:« وچه مېوه له اطرافو راځي، له شاه ولي کوټ، معروف  او پنجوايي ولسوالیو راځي.»

د کارخونې یو بل کاریګر حمیدالله وايي:« په دې کارخونو کې د ډېرو خلکو لپاره د کار زمېنه برابره شوې. په کندهار کې په سلګونه شرکتونه دي، په هر شرکت کې په سلګونه کسان پر کار بوخت دي.»

د کارخونو مسوولین وايي، هره ورځ  انځر، ابجوشي، کشمش، شکرپاره او ځیره پروسیس کوي، چې د نورو هېوادونو په شمول زیاته برخه يې هند ته صادریږي.

د وچې مېوې سوداګر احمدولي فرزاد وايي:« موږ اوس د ابجوشي پر کار اخته یو، د انځرو، کشمشو، شکرپارې کاروبار کوو او هند ته یې صادروو. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې اروپايي بازارونو کې بازار موندنه وکړي. اوس ۷۰ سلنه صادرات مو هند ته ځي او ۳۰ سلنه پاکستان، ایران  او ځېنو نورو هېوادونو ته ځي. که چېرې اروپايي بازارونو ته ښه بازار موندنه وشي، کېدی شي چې بیې یې لوړې شي.»

ورته مهال د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په تیرو نهو میاشتو کې د ۳۶۳ زرو ټنو زیاته وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، معدنیات، د ډبرو سکاره، پنبه او یو شمېر نور اقلام بهر ته صادر شوې دي.

دغه صادرات د ۳۷۱ میلیونه او ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت  پاکستان، هند، امریکا، کاناډا، نیپال، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان، ترکیې او چین ته شوې دي، چې زیاته برخه یې وچه او تازه مېوه ده.

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي:« د سږ کال په تېرو نهو میاشتو کې، موږ شاوخوا ۳۶۳ زره ټنه صادرات درلودل چې مجموعي ارزښت یې ۳۷۱ میلیونه او  ۷۶۹ زره ۹۸۴ امریکايي ډالره کېږي.»  

د سويلي حوزې پر کچه زياته وچه او تازه مېوه په کندهار، زابل او اروزګان ولایتونو کې توليديږي چې د مسوولینو په وینا د هېواد د صادراتو لویه برخه جوړوي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist