Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست سوداګر: له چین سره د جلغوزیو انحصاري تړون له امله زیانونو سره مخ یو

د خوست سوداګر: له چین سره د جلغوزیو انحصاري تړون له امله زیانونو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/16

د افغانستان په سوېل ختیځو ولایتونو او ځانګړې توګه پکتیا، خوست او پکتیکا کې سږ کال د جلغوزیو حاصلات ۳ زره ۵۰۰ ټنو ته رسېدلي.

 خو د جلغوزیو ټولنې مسوولین وايي، له چین سره انحصاري سوداګریزو تړونونو سوداګر له تاوانونو سره مخ کړي دي.
 د دوی په خبره، شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي د صادراتو له محدودیتونو سره مخ دي او هم مهاله یې د هوا له ګرمېدو سره د خرابېدو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

د جلغوزیو ټولنې مرستیال سیال خان وايي: « تاوان کوي، نیم په نیمه تاوان کوي؛ بله لاره هم نه شته ترڅو موږ یې عربي هېوادونو یا نورو هېوادونو ته یوسو. ترڅو چې حکومت بله لاره پيدا نه کړي، دغه سوداګري ګټه نه کوي.»

سوداګر له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د نړیوالو سوداګریزو اړیکو پراخولو ته پام وکړي، ترڅو د جلغوزیو صادرات د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ولېږدول شي او د سوداګرو د مالي زیانونو مخه ونیول شي.

د جلغوزیو سوداګر جمعه الدین وايي: «اوس یوازې چین ته روان دي، دا د افغانستان سرمایه ده او درېیم تجارت دی چې ډېر خلک په کې پر کاروبار بوخت دي. اوس په دې تجارت کې خلک بند راغلي.»

د جلغوزیو سوداګر فریدالله مهاجر وايي: «که چېرې د دې مالونو قرارداد له بل هېواد سره وشي، چینایان به په موږ دا ډول ملنډې نه وهي لکه اوس یې چې وهي.»

د جلغوزیو یو بل سوداګر نجات الله وايي: « ښه جلغوزي چین ته ځي او دا نور مال چې دلته پاتې کېږي، له دې په کابل کې مغز جوړېږي. د دې لپاره باید کار وشي چې نورو هېوادونو ته هم ولېږل شي.»

ورته مهال، د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د شته ستونزو هوارولو لپاره له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د جلغوزیو صادرات دې د یوه هېواد له انحصار وباسي، ترڅو افغان سوداګر په کې زیانمن نه شي.
د خوست سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول  نواب امیرزی وايي: « د سهولیت راوستلو او پر نړیواله کچه د بازار موندلو دنده د حکومت ده  چې باید تعامل ولري او دغه تعامل د افغانستان د اقتصادي ګټو او مثبت بیلانس لپاره ډېر مهم دی؛ باید د دې لپاره لارې چارې ولټول شي.»

جلغوزي د افغانستان له ارزښتناکو طبیعي تولیداتو ګڼل کېږي او پر نړیواله کچه لوړه تقاضا لري.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که سرپرست حکومت د وچې مېوې د صادراتو لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې شته خنډونه لرې کړي، د هېواد په اقتصادي ځان بساینه کې به هم مهم رول ادا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist