Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزني کې د غاليو اوبدلو صنعت د ودې په حال کې دی

غزني کې د غاليو اوبدلو صنعت د ودې په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/16

افغاني غالۍ چې په نړیوال بازار کې د ښه کیفیت له کبله ځانګړی ارزښت لري، په شمالي ولايتونو سربېره اوس په غزني ولایت کې هم اوبدل کېږي.

د غالیو اوبدونکي وایي، د کورني اقتصاد غوړېدو په موخه يې د غاليو اوبدلو ته مخه کړې او په خبره يې له همدې کبله په غزني کې د غاليو اوبدلو صنعت د تېر پرتله زيات شوی.

دوی که څه هم د غاليو خامو موادو ته لاسرسی اسان بولي، خو له دې سربېره په بازار موندنې کې له سرپرست حکومته د همکارۍ غوښتنه کوي.

یو تن غالۍ اوبدونکی وايي: « زموږ غالۍ په کورونو کې د ښځو له خوا جوړېږي، موږ یې یوازې سرپرستي کوو. د مثال په توګه، مواد، تار او نور لومړني توکي ورته چمتو کوو؛ تر جوړولو وروسته یې بېرته موږ ته سپاري او بیا یې فروش ته وړاندې کوو.»

د غالیو یو بل اوبدونکی بیا وايي:« اوس مهال غزني کې د غالیو اوبدلو کاروبار ښه دی. ډېرو خلکو موږ ته مراجعه کړې او غواړي کار وکړي، هرڅوک په خپل کور کې غالۍ اوبدي او بیا یې موږ ته راوړي. تر اوسه د دولت له خوا له موږ سره کومه همکاري نه ده شوې.»

همدارنګه، د غاليو پلورونکي وایي، د افغاني غالیو بيه او کیفیت له بهرنیو غالیو لوړ دی؛ ځکه خو یوازې بهر ته صادریږي او په کوردننه بازار نه لري.

 دوی زیاتوي، که سرپرست حکومت د دې برخې کاروباریانو لاسنیوی وکړي، لرې به نه وي چې په کور دننه هم افغاني غالیو ته د پلور بازار پيدا شي.

غزني کې د غالیو یو تن پلورنکی وايي: « بېکاري زیاته ده او باید خلکو ته د کار زمینه برابره شي، ترڅو خلک له غریبۍ وژغورل شي.»

غزني کې د غالیو یو بل پلورنکی وايي:« وطني غالۍ قېمته دي، ځکه چې وطني غالۍ په لاس اوبدل کېږي او دا نور په ماشینونو. د غزني خلک له غالۍ اوبدلو سره ډېره علاقه لري، خو اقتصاد کمزوری دی او نه شي کولی اړوند وسایل یې چمتو کړي.»

ورته مهال، د غزني چارواکي وایي، تازه په دې ولایت کې د یوه صنعتي پارک د جوړېدو کار پیل شوی چې په کې به د غاليو اوبدونکو په ګډون ټولو صنعتکارانو ته د آزادانه فعالیت زمینه برابره شي.

د غزني د صنعت او تجارت رییس ابو منصور وايي: « موږ په کورونو کې خلکو ته پایې او ماشینونه فعال کړي او په کمېشن باندې غالۍ اوبي. کله چې موږ راغلو، هغه کسان مو اصولي کار ته وهڅول چې د غالیو غیر اصولي کارونه  یې کول؛ ځکه چې د افغانستان غالۍ د نړۍ پر سطحه نوم لري. د غزني د نوآباد په سیمه کې د غالیو اوبدلو څو کارخونې دي، خو نه شي کولی خپلې غالۍ پروسېس کړي. دلته اوبدل کېدونکې غالۍ د پروسېس لپاره کابل ته استول کېږي. دغه راز ځينې نورې ستونزې هم شته دي.»

افغاني غالۍ په نړیوال بازار کې معتبر نوم او ځانګړی ځای لري. دا غالۍ له دې وړاندې د قاچاق له امله د نورو هېوادونو په نوم بازار ته وړاندې کېدې، خو د مسوولینو په خبره اوس یې تر ډېره د وطني غاليو د قاچاق مخه نیولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist