Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان مرکزي بانک: د تېر کال وروستیو شپږو مياشتو کې له افغانستان سره سوداګري زياته شوې

د پاکستان مرکزي بانک: د تېر کال وروستیو شپږو مياشتو کې له افغانستان سره سوداګري زياته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/12

د پاکستان مرکزي بانک په يوه تحليلي راپور کې د ۲۰۲۴ کال په وروستيو شپږو مياشتو کې افغانستان ته د دې هېواد صادرات او له هغه ځایه واردات د ۲۰۲۳ کال له همدې مودې سره پرتله کړې دي.

د دې راپور له مخې، پاکستان د تېر ۲۰۲۴ کال په وروستيو شپږو مياشتو کې افغانستان ته د ۵۰۴.۳۰۸ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي، په داسې حال کې چې دغه اندازه د ۲۰۲۳ کال په وروستيو شپږو مياشتو کې ۲۶۲.۵۸۳ ميليونه ډالر وه.

راپور کې ویل شوې، په کلنۍ توګه افغانستان ته د پاکستان صادرات په تېر ۲۰۲۴ کال کې ۲۴۸.۴۵ سلنه زيات شوي.

د پاکستان مرکزي بانک په راپور کې راغلي: « په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو زياتوالي ټوليز ارزښت ۲۸.۰۱۹ ميليونه ډالره و، خو په ۲۰۲۴ کال کې دغه ارزښت ۹۷.۶۳۴ ميليونه ډالرو ته پورته شوی.»

د پاکستان مرکزي بانک د خپل تحليلي راپور په يوه بله برخه کې له افغانستانه د وارداتي شمېرو او سلنې ته هم اشاره کړې او زياتوي، د ۲۰۲۳ په وروستيو شپږو مياشتو کې له افغانستانه د وارداتو ارزښت ۴.۴۲۵ ميليونه ډالر و، خو د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې دا ارزښت ۹.۹۹۴ ميليونو ډالرو ته پورته شوی.

د دې راپور له مخې، په تېر کال کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو اندازه ۱۸.۴۱ سلنه زياته شوې ده.

د پاکستان مرکزي بانک د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله کې له افغانستانه  د ۱.۴۶۶ میلیارده ډالرو په ارزښت واردات شوي. په داسې حال کې  چې دغه اندازه په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۲۳۸ ميلیارده ډالر وه.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه ۲میلیارد او ۶۵ میلیونه ډالر یادوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د ۱۴۰۳ کال په ۱۰ میاشتو کې ۲ میلیارده ۶۵ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لرله چې له ډلې یې ۶۵۵ میلیونه ډالره صادرات، ۱ میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالره واردات دي. د افغانستان په صادراتي اقلامو کې تر ټولو ډېر د ډبرو سکاره، پیاز، پنبه، رومي بانجان او انار دي. له پاکستان په مهمو وارداتي توکو کې صنعتي او مصرفي تولیدات لکه وریجې، درمل، سمنټ، بوره، ټوکر او تازه مېوې شامل دي.»  

د اقتصادي چارو شنونکي غوښتنه کوي چې پاکستان دې له افغانستان سره د سالمې سوداګرۍ اصل ته ژمن پاتې شي او په دې توګه ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا زياته شي.

 خو ځينې نور بیا په دې باور دي چې د وارداتو زیاتوالی کولی شي د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ پر ارزښت ناوړه اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « پاکستان لاهم د افغانستان د ستراتیژيکو تجارتي شریکانو ګڼل کېږي، که پاکستانیان په خپلو ژمنو عمل وکړي او هغه ستونزې او خنډونه لرې کړي چې د تجارت او ټرانزیټ پر وړاندې شته دي، بې له شکه چې دغه هېواد سره به زموږ د سوداګرۍ کچه لوړه شي. خو د هغو ستونزو له امله چې افغان تجاران یې په پاکستان کې لري، زموږ سوداګر مجبور شول چې په بدیلو لارو فکر وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد آصف ستانکزی وايي: « البته د سوداګرۍ کچه په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته په کافي اندازه راکښته شوې وه، خو د ۲۰۲۳ کال په پای کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه یوځل بیا لوړه شوه. د افغانیو د ارزښت ښکته کېدو یو دلیل د افغانستان په داخل کې د کورني تولید د کچې کمېدو او له بهر د وارداتو زیاتېدو له امله دی، خو که موږ دغه تجارتي بیلانس وساتو، کولی شي د افغانۍ په ارزښت لوړېدو کې ښه رول ولوبوي او باید ووایم چې په دې وروستیو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات په کافي توګه زیات شوې دي.»

د پاکستان مرکزي بانک په داسې حال کې افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي چې هر کال د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو د رسېدو په وخت کې دغه هېواد د بېلابېلو پلمو له مخې، لارې بندوي او بهر ته د افغان صادراتو مخه نيسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist