Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له کندهاره تېرو نهو میاشتو کې د نږدې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوې

له کندهاره تېرو نهو میاشتو کې د نږدې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/08

د کندهار ولایت د ښوراندام صنعتي پارک د وچې مېوې د پروسېس  کارخونو کې د کندهار، زابل او اروزګان بېلابېلې وچې مېوې پروسېس کېږي او بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

په دغوکارخونو کې لسګونه کارګران د وچې مېوې د پروسېس په بېلا بېلو پړاوونو کې کار کوي او په مياشتني ډول له ۱۰  تر۱۵  زره افغانيو پورې عاید ترلاسه کوي.

د وچې مېوې د پروسېس یو تن کارګر سمیع الله وايي: « وچه مېوه له کلیو او ولسوالیو راځي، بیا دلته صفا کېږي او ورپسې په ګودامونو کې بسته بندي کېږي او وروسته هندوستان ته صادرېږي.»

یو تن بل کارګر حمیدالله وايي: « په کندهار کې د وچې مېوې په برخه کې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره ده. دلته سلګونه شرکتونه او هر شرکت کې سلګونه کسان پر کار اخته دي.»

د وچې مېوې د پروسېس کوونکو کارخونو مسوولین وايي، هر ورځ  انځر، ابجوشي، کشمیش، شکرپاره، تورې وڅکې او ځیره پروسېس کوي چې د نورو هېوادونو په ګډون یې زیاته  برخه هند ته صادریږي.

د وچې مېوې سوداګر حاجي احمدولي فرزاد وايي: « فعلا ً موږ د آبجوشو پر کار اخته یو، انځر دي، کشمیش دي، شکرپاره ده او ځینې نورې مېوې دې چې هندوستان ته صادرېږي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې په اروپايي هېوادونو کې زموږ لپاره بازار موندنه وکړي؛ ځکه زموږ ۷۰  سلنه کار پر هندوستان تکیه دي او پاتې ۳۰ سلنه پاکستان، ایران او نورو نږدې هېوادونو ته ځي. که چېرې اروپايي هېوادونو کې بازار موندنه وشي، د دغو مېوو قېمتونه به هم دوه دری چنده ورسره پورته شي.»

په ورته مهال، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۳۶۳ زر ټنو زیاته وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، معدنیات، د ډبرو سکاره، پنبه او یو شمېر نور اقلام بهر ته صادر شوې دي.

دغه صادرات د ۳۷۱ میلیونه او ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت  پاکستان، هند، امریکا، کاناډا، نیپال، عربي متحده اماراتو، ازبېکستان، ترکیې او چین هېوادونو ته شوي چې زیاته برخه یې وچه او تازه مېوه وه.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي: « سږ کال په تېرو درېیو ربعو یا نهو میاشتو کې، موږ تقریبا ً ۳۶۳ زره ۵۲۴ ټنه صادرات درلودل چې مجموعي ارزښت یې ۳۷۱ میلیونه، ۷۶۹ زره، ۹۸۴امریکايي ډالر کېږي.»

د سويلي حوزې پر کچه زياته وچه مېوه په کندهار، زابل، اروزګان او دايکنډي ولایتونو کې توليديږي چې د مسوولینو په وینا، د هېواد د وچې مېوې د صادراتو لویه برخه جوړوي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist