Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د نادرشاه کوټ او قلندر ولسوالیو ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې

خوست کې د نادرشاه کوټ او قلندر ولسوالیو ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/02

د خوست ولايت په ځانګړې بودیجه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځنې ‌خېلو سیمې او قلندر ولسوالۍ ترمنځ د ۱۴ کیلومټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

چارواکي وایي، د یاد سړک د مشخص مسیر نه شتوالي او خراب وضعیت له امله د سیمې زرګونه اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو په خبره يې اوس چې دا سړک په اساسي توګه جوړېږي، ورسره به د دواړو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

د خوست والي ویاند مستغفر ګربز وايي: « دغه سړک د خوست ولایت مقام په ځانګړې بودیجې سره جوړېږي او اړتیا ته په کتو به نوره بودیجه هم ورکړل شي. د دغو ولسوالیو خلکو ته د سړک ډېره زیاته اړتیا وه او له دې پلوه یې ګڼې ستونزې لرلې. د دې سړک په جوړېدو سره به د خلکو ستونزې هوارې شي.»

ځايي اوسېدونکي وایي، د سړک له جوړېدو سره به د نادرشاه کوټ او قلندر ولسوالیو ترمنځ تګ راتګ اسانه او خلکو ته به د ژوند په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

دوی زیاتوي، د سړک نه شتوالي د خلکو ورځنۍ چارې او عاجلې اړتیاوې له خنډونو سره مخ کړې وې.

د خوست اوسېدونکی حاجي دسته ګل وايي: « د خدای شکر دی چې دا سړک په دې غاړه روان دی او جوړېږي. په دې سره به د خلکو ستونزې حل شي او ناروغان به پر وخت روغتون ته ورسول شي. له دې وړاندې به یوازې غټ موټر په دې لارو تللی شول.»

د خوست اوسېدونکی ولس خان وايي: « په دغو دواړو ولسوالیو کې ډېر زیات نفوس پروت دی او له دې امله غوښتنه کوو چې دا سړک ډېر ژر جوړ شي.»

د خوست بل اوسېدونکی ملنګ فریادي وايي: « زموږ خلک اړتیاوې لري او ستونزې لري. کله چې بارانونه وشي، په دې مسیر کې سېلابونه راوځي او لارې بندوي. نو دلته خو هم ولس پروت دی، په دوی کې هم مړی او ژوند پېښېږي، د جنازې او واده پروګرامونه وي، له همدې امله د دغو خلکو لپاره تګ راتګ ډېر سخت دی.»

د خوست ځايي چارواکي ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې به د مرکز او لرې پرتو سیمو د نښلولو لپاره د سړکونو جوړولو او ترمیم ته لا ډېره پاملرنه وشي.

 دا پروژه داسې مهال پیل کېږي چې تازه د عليشېرو ولسوالۍ ببرک تاڼې سیمې ته د ۸ کیلومټره سړک د ترمیم چارې هم پیل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist