• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان بانک: د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره به اړین ګامونه پورته کړو

د افغانستان بانک: د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره به اړین ګامونه پورته کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/27

که څه هم د هېواد په پولي بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه راټیټه شوې، خو د افغانستان بانک ډاډ ورکوي چې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

په دې تړاو د افغانستان بانک له لوري خپره شوې اعلامیه کې ډاډ ورکړل شوی چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره کافي سرچینې په واک کې لري او د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو پوره کولو لپاره اړین ګامونه ترسره کوي.

د افغانستان بانک اعیلامیې یوه برخه: « خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانک د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي. په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبعي او معمول اقتصادي حالت دی چې د اندېښنې وړ خبره نه ده. د افغانستان بانک کافي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات، نقد ینګۍ د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.»

په همدې حال کې د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه هم ډاډ ورکوي چې د ډالرو د بیې لوړوالی د اندېښنې وړ مساله نه ده او د افغانیو د ثبات ساتنې لپاره به د دوشنبې په ورځ په پولي بازارونو کې ۲۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې او همدا راز به دغه لړۍ په ټول هېواد کې روانه کړي.

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې رییس بهرام خان ځدراڼ وايي: « نن په مارکېټ کې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې ۸۰ او ۸۱ ده. افغانۍ ډېره نه ده غورځېدلې او فکر کوم نوره به ونه غورځېږي. د افغانستان بانک د سبا ورځې لپاره ۲۵ میلیونه ډالره لیلام اعلان کړی او له دې سره یې ویلي چې دغه شان لیلام به په ټول افغانستان کې پيل کړي. دا لیلام به نه یوازې په کابل کې کېږي بلکې په ټول افغانستان کې به کېږي، ترڅو افغانۍ خپل ځای ته راغلې نه وي. زه خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې تشویش دې نه کوي او افغانۍ به خپل ځای ته بېرته راشي.»

د اقتصاد  چارو پوهان بیا په دې باور دي چې د افغانۍ ثبات او ارزښت ساتنې لپاره اړینه ده چې د هېواد سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ، خلکو ته د کاري زمینې برابرولو، په راکړه ورکړه کې له پولي واحدونو په پراخه توګه ګټه اخیستنې ته جدي پاملرنه وشي.

دوی په دې باور دي چې د پیسو د دایمي ثبات لپاره د سوداګرۍ بیلانس ته چې صادرات او واردات دي، باید زیاته پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « لازمه ده چې مرکزي بانک د دغو عواملو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او د پیسو د ثبات لپاره په مختلفو وختونو کې د هغه څخه استفاده وکړي. په دې کې د تجارت بحث، د هېواد د اقتصادي وضعیت بحث، که خلکو ته کار موندنه ده، که په داخلي معاملاتو کې له پولي واحدونو پراخه ګټه اخیستنه ده او یا هم د بهرنیو اسعارو د راتګ بحث، دا ټول په خپله برخه کې د پیسو د ثبات لپاره مهم بلل کېږي. هغه عوامل چې د پیسو په دایمي ثبات باندې تأثیر لري، د هېواد تجارت، د تادیاتو بیلانس او ترڅنګ یې د هېواد عمومي اقتصادي وضعیت دی.»

د پوهنتون استاد سید مسعود وايي: « اوس هم کولی شي چې له پولي زېرمو په اوونۍ کې ۴۵ میلیونه نه بلکې ۲۰ میلیونه ډالره وباسي او لیلام یې کړي. دوی کولی شي په دوو میاشتو کې ۱۶۰ میلیونه ډالره له دې زېرمو وباسي او ګټه ترې واخلي.»

له هغې وروسته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او پر هېوادونو یې خپلې بشري او نقدي مرستې بندې کړې، د نړۍ او افغانستان په بازارونو کې د نورو اسعارو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه شوه او دغه کار د خلکو اندېښنې زیاتې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې
اقتصاد

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي
اقتصاد

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو
اقتصاد

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

مې 10, 2025

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د غیرقانوني وسایطو ټولولو کمپاین پیل شو

ننګرهار کې د غیرقانوني وسایطو ټولولو کمپاین پیل شو

مې 19, 2025
عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

مې 19, 2025
د هند خلکو او حکومت له پاکستانه راشړل شویو افغانانو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

د هند خلکو او حکومت له پاکستانه راشړل شویو افغانانو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

مې 19, 2025
د خووړو نړيوال پروګرام  تېرو شپږو مياشتو کې ميليونونه اړمنو افغانانو ته مرستې رسولي

ډبیلو.اېف.پي: د ۳ میلیونه اړمنو افغانانو له ډلې یوازې یو میلیون ته مرستې چمتو کولی شو

مې 19, 2025
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

مې 19, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغان کډوالو پر تدریجي ستنولو هوکړه شوې

مې 19, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist