Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې صنعتکاران د ځمکو او برېښنا کموالي له امله شکایت کوي

ننګرهار کې صنعتکاران د ځمکو او برېښنا کموالي له امله شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/26

ننګرهار کې د یو شمیر تولیدي کارخونو مسوولین وايي، شيخ ‌مصري صنعتي پارک کې د ځمکو او  برېښنا کموالي له امله اړ دي چې د ښار په منځ کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

د دوی په خبره، په ښار کې د فعاليت له امله چاپېريال زيانمنېږي او نه شي کولې په ډاډه زړه کاروبار وکړي.

صنعتکار نورالحق وايي: « څومره چې اړتیا ده او باید وي، هغسې صنعتي پارک نه لرو؛ ځکه د هغه د سړکونو سیسټم خراب دی، کانالیزاسیون یې بشپړ شوی نه دی او له همدې امله کارخونه لرونکي زړه نه ښه کوي. همدارنګه بله لویه ستونزه د برېښنا ده او هلته کافي برېښنا نه ده رسېدلې.»

یو بل صنعتکار عبد الرشید وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د ښار په هره برخه کې جوړې شوې کارخونې صنعتي پارک ته ولېږدول شي. له دولت غوښتنه کوو چې د دغو کارخونو لپاره د ځای او برېښنا زمینه سازي وکړي.»

جلال ‌اباد ښاریان هم ورته نظر لري او وايي، د ښار په منځ کې د تولیدي کارخونو شتون د هوا ککړتیا زياته کړې او له امله یې خلک په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي.

دوی ټینګار کوي چې ټولې تولیدي کارخونې دې له ښاره لرې یوه مناسب ځای ته ولېږدول شي.

د جلال‌ اباد ښار یو تن اوسېدونکی ابراهیم شاه وايي: « موږ له دولت غوښتنه کوو چې کارخونو ته یو مشخص ځای په ګوته کړي، ترڅو دا تولیدي کارخونې او فعالیتونه له ښار لرې شي او ښار کې د هوا د ککړتیا لامل نه شي.»

محلي چارواکي د ستونزو د هواري ژمنه کوي او وايي، د صنعتکارانو د ستونزو حلولو هڅې يې پيل کړې او دغه راز ۲ زره جرېبه اضافي ځمکه ورته ځانګړې شوې چې له قانوني پړاوونو وروسته به صنعتکارانو ته ووېشل شي.

د ننګرهار صنعت او سوداکرۍ ریاست د سوداګریزو چارو آمر شاکرالله ستانکزی وايي: « صنعتي پارکونو ته د ځای په اړه باید وایم چې د صنعتي ساحو قانون د امیرالمؤمنین له خوا توشېح شوی او ډېر ژر به دوی ته د دې قانون او طرزالعمل مطابق ځمکې ووېشل شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « د اقتصادي شورا په تېره جلسه کې د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره ۷۷۷ ترکي شرکت او زوري برېښنا شرکت ژمنه وکړه، ملا برادر هم ورسره ومنله او تصویب شوه چې د دې پارک لپاره به ۲۰ مېګاواټه برېښنا برابروي.»

د مالوماتو له مخې، اوس مهال له ۴۰  ډېرې کارخونې په شيخ مصري صنعتي پارک او د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې پر تولیدي فعالیتونو بوختې دي چې زرګونه کسانو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist