د ټولګټو وزارت د شپږو پراختیايي پروژو د رغونې تړون د خصوصي شرکتونو له استازو سره لاسليک کړل.
د ټولګټو وزارت د ۱۵۳ کليو مټر سړک د رغونې قرارداونه د خصوصي شرکتونو له استازو سره په ارګ کې لاسلیک کړل.
پر دغو پروژو له شپږ میلیارډ افغانیو نه ډېر لګښت راځي چې د کابل په ګډون په میدان وردګ، لوګر، کندهار، تخار او کندوز ولایتونو کې پلي کيږي چې لګښت به یې د افغانستان پر حکومت وي.
د ټولګټو وزارت وایي؛ د سړک جوړونې دغه پروژې د هېود په شپږو ولایتونو کې پلې کېږي چې د مواصلاتو په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ټولګټو وزارت یادې پروژې د ټولنیز او اقتصادي ودې لپاره مهمې بولي چې بشپړیدو سره به یې د زراعتي محصولاتو د لېږد را لېږد تر څنګ ګنې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ټولګټو وزارت ډاډ ورکړ چې قرارداد شوي پروژې به تر دونیمو کلونو پورې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
پر دغو پروژو نیوکې دي چې ګنې کیفیت ته یې پام نه کېږي او له جوړېدو کمه موده وروسته بېرته نړېږي.