د کجکي بند یوشمېر دروازو نشتوالي له امله د بند برېښنا پرې شوې او د اوبو له کمښت سره مخ دی.
مسولین وايي د کجکي بند دروازو جوړېدو سره به په هلمند کې سل زره هکتاره نوره ځمکه هم خړوبه شي.
چارواکي وايي په هلمند کې یې د اوبو د مهار نوي پلانونه پیل کړي او ډېر ژر به یې عملي چارې پيل شي.
هلمند کې د اوبود کنټرول مسولین یې لامل د کجکي بند دروازو نشتوالي په ګوته کوي.
مسوولین وایي که د اوبو لپاره دروازې جوړې شي یو میلیارد متر مکعب اوبه زخیره کېدې شي او سل میګاواټه برېښنا نوره هم تولیدولی شي.
د هلمند والي د دغه بند لپاره د پلانونو جوړولو خبره کوي چې په پلي کېدو سره به یې سل زره هکتاره ځمکه هم خړوبه شي.
مسولین وايي د هلمند اوبو مهار لپاره نوي پلانونه په پآم کې دي ،خو د ننګونو سره سره به یې ډير ژر د قومي مشرانو په همکارۍ عملي کړي.
مسولین وايي د نهر سراج پروژې چارې يې هم پيل کړي او له تدارکاتي چارو وروسته به یې پر وړاندې د کار پيل پلانونه عملي شي.