Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پیل شو

کندهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/05

په کندهار ښار کې د شنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۱۵ مه) د کورنیو تولېداتو درې ورځنی نندارتون پيل شو.

دغه نندراتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مرسته د سيګارام احمدي په نوم د بازار موندنې یوه شرکت له لوري جوړ شوی چې شاوخوا۲۰۰ غرفو کې کورني تولیدات او لاسي صنایعې نندارې ته اېښودل شوې دي.

د افغانستان صنایعو او کانونو خونې مسوول شېرباز کمین زاده وایي، دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او بازار موندنې لپاره ډېر اغېزمن دي.

کمین زاده په خبره، هېواد په ډېرو صنعتي برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او د صادراتو زمینه هم برابره شوې ده.

کمین ‌زاده په دې اړه وايي:« دغه نندارتون چې د سیګارام بازار موندنې شرکت او دغه راز د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د کندهار ولایت څانګې په نوښت کندهار ښار کې جوړ شوی، ۱۵۰ کارخونو په کې ګډون کړی. تقریبا ً په ټولو هغو برخو کې چې افغانستان د ځان بساینې تر کچې رسېدلی، دلته ګډون لري. له نېکه مرغه ۱۳۷ سکټورونه دي چې موږ په کې د ځان بساینې کچې ته رسېدلي یو؛ حتی موږ په یو شمېر برخو کې صادرات هم لرو.»

په دې نندارتون کې له لاسي صنایعو نیولې تر کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، جامو او کورنیو وسایلو پورې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

صنعتکاران دا نندارتونونه د خپلو تولیداتو د کیفیت ښودلو او معرفي کولو لپاره مناسب فرصت بولي او له سرپرست حکومته د لا زیات ملاتړ او دغه راز په ټول هېواد کې د دې ډول پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کوي.

صنعتکار قدرت الله خادم وايي:« دا نندارتون نهایت ګټور دی. له یوې خوا زموږ تولیداتو ته بازارموندنه کېږي او له بلې خوا صنعتکاران هڅول کېږي په کندهار کې نوره پانګونه وکړي.»

صنعتکار حاجي محمد نوري وايي: « دا کار زموږ لپاره ډېر ګټور دی. زموږ د تولید په اړه مشورې کېږي، خلک یې ویني او که چېرې په بازار کې دوه کسه ویني، دلته یې ۱۰ کسه ویني. موږ د دې نندارتون له جوړېدو ډېر خوښ یو.»

د کندهار اوسېدونکي هم د دې نندارتون هرکلی کوي او وایي، د ډېرو کورنیو تولیداتو په اړه مالومات نه لري خو دا ډول نندارتونونه کولی شي خلک له کورنیو محصولاتو سره لا ډېر معرفي کړي.

د کندهار اوسېدونکی سېف الله ذهین وايي:« زه راغلی یم چې له نندارتون لیدنه وکړم. ما دلته داسې افغاني تولیدات ولیدل چې تراوسه مې نه وو لیدلي. له حکومت غوښتنه کوم چې دې خلکو ته نوره هم پاملرنه وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی نجیب الله ځلاند وايي:« د نورو دغه شان نندارتونونو او اقتصادي برنامو غوښتنه کوو، ترڅو کرار کرار خپل وطني تولیدات تر نورو هېوادونو ورسوو او په خپلو پښو ودرېږو.»

د مسوولينو د مالوماتو پر بنسټ، د دې نندارتون پر جوړولو۶۰ زره امريکایي ډالر لګښت راغلی او هيله لري چې د کورنیو توليداتو په برخه کې ځينې قرادادونه هم لاسلیک شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist