Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ارغندیوال: د قوشتېپې کانال دویم فاز چارې ٨١ سلنه بشپړې شوې

ارغندیوال: د قوشتېپې کانال دویم فاز چارې ٨١ سلنه بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/26

قوشتېپې کانال چې د هېواد د سترو حياتي او ملي پروژو له ډلې ګڼل کيږي، اوس  مهال یې د دويم فاز کېندلو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، د قوشتېپې ستر حیاتي کانال دویم فاز د کېندلو چارې ٨١  او د سربند جوړولو چارې یې ٦٧ سلنه پر مخ تللې او تمه کېږي پاتې برخې یې تر راتلونکو څو میاشتو پورې بشپړې شي.

دوی زیاتويٍ، دا مهال د دغه اوبیز کانال د دویم فاز چارې د فاریاب اندخوی ولسوالۍ په اړوند سیمو کې روانې دي اوسلګونه عرادې ماشینري په کې پر کار بوخته ده.

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغنديوال وايي: « د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې اوسمهال ۸۱ سلنه پرمخ تللې دي. دا مهال د کانال چارې د زرګونه ماشینرۍ او کارکوونکو له خوا په چټکۍ سره پرمخ روانې دي. همدارنګه د کانال د سربند چارې دا مهال ۶۷ سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.»

 د ملي پراختیا شرکت ویاند زیاتوي، اوس مهال د قوشتېپې کانال په اوږدو کې د بلخ او جوزجان ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې د شپږو لویو پلونو جوړېدو چارې هم روانې دي چې له ډلې یې دوه بشپړ شوې او څلور نور به په نږدې وخت کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ارغنديوال په دې اړه وايي: « د قوشتېپې کانال په مسیر کې د پلونو موضوع یوه جدي او اړینه موضوع وه. د ملي پراختیا شرکت د هېوادوالو د دې اړتیا په پام کې نیولو سره د کانال په بېلابېلو برخو کې پر پلونو هم کار پیل کړ. اوس د دوو پلونو چارې بشپړې شوې او یو یې د مزار- حیرتانو د رېل پټلۍ او بل یې د مزار – حیرتانو د سړک پر سر پلونه دي چې کارونه یې بشپړ شوي. په څلورو نورو پلونو عملي کار روان دی او د څو نورو پلونو کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د یاد کانال د چارو له بشپړېدو سره به هېواد د غلې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا او ترڅنګ به یې بېلابېلو برخو کې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

د اقتصادي چارو کارپوه امیرشاه شهزاده وايي: « د قوشتېپې کانال زموږ یوه حیاتي او ملي پروژه ده. زموږ زرګونه هکټاره ځمکه شاړه پرته ده او د دې کانال په وسیله به اوبه شي. په دې پروژه کې زرګونه تنو ته د کار زمینه هم برابرېږي. افغانستان د غلې په برخه کې یو وارداتي هېواد دی چې له دې سره به موږ په صادراتي هېواد بدل شو. همدارنګه د دې کانال له لارې به افغانستان هغه اوبه راستنې کړي چې په آمو سیند کې برخه لري.»

 په دغه حیاتي پروژه کې پر کار بوخت کارګران هم خوښ دي چې په کور دننه او بیا قوشتېپې کانال په څېر لویه ملي پروژه کې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

 دوی له سرپرسته حکومته غواړي چې بې روزګاره ځوانانو ته د کار موندنې په موخه دې د ورته پراختیايي پروژو چارې پیل کړي.

د کانال یو تن کارګر وايي: « ډېره ښه پروژه ده او انشاالله له دې سره به دا ټولې ځمکې آبادې شي. له دې سره دا رېګونه او توپانونه هم ختم شي او ساحه به ډېره ترقي وکړي.»

یو بل کارګر وايي: «ماشاالله پروژه ډېره ښه روانه ده. پنځه کاله کېږي چې زه دلته کار کوم. له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې نورو ته هم د کار زمینه برابره کړي.»

چارواکي وايي، د دغې سترې پروژې بشپړولو ته شاوخوا ۳۷ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې ټوله هغه یې له داخلي عوایدوورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist