Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: پاکستان د افغاني توکو د تخليې لپاره یوه ساحه ټاکي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: پاکستان د افغاني توکو د تخليې لپاره یوه ساحه ټاکي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/26

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان ته د سفر پرمهال د سرپرست حکومت له یو شمېر لوړو پوړو چارواکو سره لیدنې کړې.

د دې کتنو په دوام یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، پاکستان په خپله خاوره کې د افغاني توکو د تخليې او ټرانزېټ لپاره د یوې ساحې ځانګړې کولو ته هم چمتووالی ښودلی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي او ټرانزیټي هوکړه لیک(اپتا) د نهايي کولو او (کراس سټپېنګ) موضوع په اړه ټینګار وشو. پاکستاني پلاوي چمتوالی وښود چې د افغانستان د اموالو او ټرانیزیټ لپاره یوه ځانګړې ساحه تعیین کړي.»

که څه هم افغان سوداګر وايي، پاکستان لاهم د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې نه دي هوارې کړي، خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو له پاکستاني پلاوي سره د دې ستونزو پر حلولو هم خبرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې اړه وايي: « همدارنګه د پاکستان له خوا د تجارتي او ټرانزیټي خنډونو د لرې کولو، د بانکي تضمینونو وړاندې کولو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو جوړولو او د دوې سلنې مالیې کمولوپه اړه هم خبرې وشوې. طرفینو هوکړه وکړه چې د نړیوال تجارت له اصولو سره سم همکاري وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي له پاکستان سره اقتصادي اړیکې مهمې بولي او زیاتوي چې دواړه هېوادونه دې اقتصاد له سیاست سره نه تړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « که چېرې موږ سیاست له اقتصاد او تجارت جلا کړو، دا به د افغانستان او پاکستان پر ګټه وي. که داسې ونه شي، د تېر په څېر به ستونزې ادامه ولري او دا لیدنه به یوازې یوه لیدنه او وعده پاتې خو پوره نه شي او هېڅ پایله به ونه لري.»

ځينې نور بیا ټینګار کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د اقتصادي پراختیا لپاره د پاکستان پر ځای پر نورو بدیلو لارو هم غور وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « هېڅ وخت د سیاسي اړیکو په خاطر زموږ اقتصادي برخې ته زیان ونه رسېږي. دا ډېره ښه ده چې له دوی سره موږ په اقتصادي برخه کې پرمختګ وکړو؛ زما په اند، له پاکستان پرته نورو هېوادونو سره بدیله لاره به ښه وي. موږ باید خپلو اقتصادي اړیکو ته توجه وکړو.»

د صادق خان پر مشرۍ پاکستانی پلاوی داسې مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو راوستلو خبره کوي چې پاکستان تل د افغانستان د تازه مېوو او موسمي محصولاتو د رسېدو پرمهال، خپلې لارې او دروازې د صادراتو پر مخ تړلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist