Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د کارتن جوړولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

هرات کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د کارتن جوړولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/19

هرات د هېواد په صنعت کې ځانګړی نوم او ځای لري. دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کارتن جوړولو یوې کارخونې په فعالیت پيل وکړ.

چارواکي وايي، په یادې کارخونه کې څه باندې  ۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او په ورځني ډول له ۲۰۰ زره تر ۳۰۰ زره متره کارتن تولیدولو ظرفیت لري.

د کارخونې د فروشاتو مدیر علي احمد امیرزاده وايي: « شاوخوا ۱۰۰ تنه په دې شرکت کې کار کوي او زموږ تولید شوی کارتن نورو ولایتونو ته هم استول کېږي. زموږ پېرودونکي تر ډېره په هرات، کندهار، کابل او مزار شریف ولایتونو کې د صنعتي او تولیدي سکټور اړوند کسان دي.»

په ورته مهال، صنعتکاران وایي که څه هم د هرات نورالجهاد سب‌ سټېشن چارو بشپړېدو او د ترکمنستان وارداتي برېښنا دوه برابره کېدو سره یې د برېښنا کمښت ستونزې تر یوه حده حل شوې، خو له بهر د بدیلو توکو واردولو اندېښمن کړي او له سرپرست حکومت غواړي په هېواد کې د تولید کېدونکو توکو د بدیلو وارداتو مخه ونیسي.

د هرات کانونو او صنایعو خونې مشر حمیدالله خادم وايي: « نور باید موږ خپل هېواد ته د بهرنیو محصولاتو د وارېدېدو لیدونکي نه اوسو. هر هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو، باید د افغانستان لپاره یې تولید کړو او سره له دې چې خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوو، باید افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل کړو.»

د هرات صنعت او سوداګرۍ ریيس بیا په نږدې راتلونکي کې د هرات د صنعتي ښارګوټي د پراختیا زېری ورکوي او وايي، ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي پنځم فاز چارې پيل او دغه راز په ۵۵ زره جریبه ځمکه باندی یو بل نوی صنعتي ښارګوټی جوړ شي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت زیاتوي: « د صنعتي ښارګوټي لپاره پنځم فاز او ترڅنګ یې د یوه نوي صنعتي ښارګوټي جوړول هم پېشنهاد شوي چې ډېر کارونه یې پرمخ تللي. موږ تاسو به نږدې راتلونکي کې د دې شاهدان یو چې د پنځم فاز او د نوي صنعتي ښارګوټي چې شاوخوا پر ۵۵ زره جریبه ځمکه به جوړ شي، افتتاح به وشي.»

له دې سره، چارواکي وايي، سرپرست حکومت غواړي د پانګونې په برخه کې د اوږد مهاله پلانونو په جوړولو او د کورنيو محصولاتو د کیفیت په لوړولو سره، افغانستان له وارداتي پر صادراتي هېواد بدل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي: « موږ د اوږدمهاله پلانونو په لرلو سره کولی شو د نورو له احتیاج خلاص شو. یوازې په بسته بندۍ، منتاژ او د خامو موادو په انتقال باندې بسنه ونه کړو. دا چې ټول شیان له بهر واردوو او یوازې یې دلته تړو او بیا د صنعت نوم ورکوو. په دې برخه کې باید زموږ تاسو صنعت کاران پاملرنه وکړي.»

د مالوماتو له مخې، هرات صنعتي ښارګوټي کې اوس مهال څه باندې ۸۰۰  کارخونې فعالیت لري چې شاوخوا ۳۰۰ یې د سرپرست حکومت له راتګ سره فعالیت پیل کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist