Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نوراحمد آغا: کوچني تمویلات خلکو ته د عاید سرچینې او اقتصادي فرصتونه برابروي

نوراحمد آغا: کوچني تمویلات خلکو ته د عاید سرچینې او اقتصادي فرصتونه برابروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/14

په کابل کې د ګڼو حکومتي چارواکو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د نړیوال بانک او ګڼو نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د «وړو تمویلونو ملي کنفرانس فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې کنفرانس پرانیستل شو.

د افغانستان بانک په نوښت دغه جوړ شوي کنفرانس کې د دې بانک سرپرست نور احمد آغا د کنفرانس اصلي موخه په هېواد کې د کوچنیو کاروباریانو ملاتړ، د کورنیو او سیمه ییز تولیداتو وده او د کاري فرصتونو ایجادول ګڼي.

نور احمد آغا د کوچنیو تمویلونو ملاتړ نه یوازې د فردي پرمختګ لپاره ارزښناک بولي بلکې دغه څه د ټولنیز او ملي اقتصاد د پیاوړتیا او ثبات لرونکي اقتصاد په برخه کې هم اغېزناک بولي.

هغه په دې اړه وايي: « د وړو تمویلاتو موسسات نه یوازې کوچنیو کاروبارونو او محلي تولیداتو ته وده ورکوي، بلکې د خلکو لپاره د عاید سرچینې او د اقتصادي پياوړتیا فرصتونه هم رامنځته کوي. دا تمویلونه هغه هېوادوال له مالي ملاتړ څخه برخمنوي چې اقتصادي سرچینو ته یې لاسرسی محدود وي. د افغانستان بانک په دې باور دی چې وړو تمویلونو ته د مالي شمولیت د ودې لپاره یوه اغېزناکه وسیله ده او له دې لارې د ټولنیز او اقتصادي ثبات په برخه کې پراخ بدلونونه رامنځته کوي. دا تمویلونه نه یوازې د محلي سوداګرۍ په پراختیا کې مرسته کوي، بلکې د کار داسې موندنې نوي فرصتونه هم رامنځته کوي چې له امله یې د بېکارۍ کچه ټیټېږي.»

بل پلو، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کوچنیو تمویلونو سکټور عام افغانان، بېوزله، بزګر او د کوچنیو کاروبارونو لرونکي کسان بولي او ملاتړ یې د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف بولي.

ملا عبدالغني برادر اخوند په هېواد کې د بېوزلۍ او بې ‌کارۍ کچې راټیټول د اسلامي امارت مسوولیت او لومړیتوب ګڼي او پر همدې اساس د وړو کاروبارونو د ملاتړ او د نویو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلوونکو موسسو د څارنې او ارزونې په موخه د یوې مقررې د جوړېدو خبر ورکوي.

برادر  زیاتوي: «همدارنګه د افغانستان بانک له لوري د دغه سکټور د څارنې او تنظیم لپاره مقرره هم جوړه شوې، دغه کار په تېرو ۲۰ کالو کې نه و شوی. اسلامي امارت د یادې مقررې په جوړولو او د دغه کنفرانس په دایرولو سره، د وړو تمویلونو د تقویې لپاره خپله ژمنتیا وښوده.»   

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له بهرنیو تمویلوونکو  او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له افغانانو سره د بشري مرستو پر ځای پراختیايي مرستې وکړي او د ظرفیت په لوړولو، ټکنالوژۍ او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.

مولوي امیرخان متقي وايي، اسلامي امارت د پرانیستي سیاست له مخې له نړۍ سره تعامل ته چمتو دی او د افغانستان د قوانینو په رڼا کې د بهرنیو پانګوالو او ادارو له پانګونې ملاتړ کوي او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي.

متقي په دې اړه وايي: « ترکومه حده پورې چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره سیاست او پالیسي ده، بار بار ویل شوي چې هرڅوک په افغانستان کې پانګونه کوي، هغوی ته زمینه برابره ده؛ له هغو سره مرسته  کېږي، ستونزې یې حل کېږي. زموږ سیاست یو پرانیستی سیاست دی، پېچلی او بند سیاست نه دی چې دلته نه څوک راتلی شي او نه کار کولی شي، بلکې هرڅوک راتلی شي چې د هېواد د نافذه قوانینو رعایت او احترام ولري، پانګونه کولی شي، تمویل کولی شي، پروژې عملي کولی شي؛ په دې برخه کې اړونده ادارې همکاري ورسره کوي او زمینه ډېره ښه برابره ده.»    

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « موږ غواړو چې له کوچنيو تشبثاتو ملاتړ وکړو. یو له هغو فرصتونو چې امیرالمؤمنین د خصوصي سکټور په واک کې ورکړی همدا دی چې له نیم میلیون څ ډېر انسانان به انشاالله په دې پروګرامونو کې تر ملاتړ لاندې ونیول شي.»  

بل پلو، د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره وايي، له نورو نړیوالو ادارو سره په ګډه په پام کې لري چې د هېواد په څلور دېرشو ولایتونو کې د وړو تمویلوونکو کوچنۍ څانګې ایجاد او له دې لارې له وړو کاروباریانو سره تخنیکي او مالي مرستې ترسره کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا د دې ترڅنګ چې په دې برخه کې ښځو ته د لوموړیتوب پر ورکړې ټینګاري لري، زیاتوي چې د وړو تمویلونو د ودې په برخه کې یې د آسیا پراختیايي بانک په ګډون له ګڼو نړیوالو بنسټونو سره دوامداره خبرې کړې.

اتونبایوا په دې اړه وايي: « زه د سرپرست حکومت له چارواکو غواړم چې د وړو تمویلاتو په برخه کې د ښځو ملاتړ وکړي. ځینې نړیوال سازمانونه او مرسته کوونکي په افغانستان کې د مرستو په پراخولو کې له ننګونو سره مخ دي. موږ باید په ګډه داسې یو پیاوړی چاپېریال رامنځته کړو چې د بېوزلو او وړو کاروباریانو لپاره مرستې په آزادانه ډول وړو تمویلوونکو ته ورسیږي. موږ له حکومته غواړو چې په دې برخه کې د ښځو ملاتړ وکړي ترڅو د بېوزلو لاسنیوی وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې کنفرانس کې شاوخوا ۱۰ بنسټونو ته د مایکرو فاینیس او وړو تمویلونو جواز لیکونه هم ورکړل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist