Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري ډېره شوې

د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري ډېره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/10

د چابهار بندر د سوداګریزې راکړه ورکړې لپاره یو له مهمو سمندري بندرونو ګڼل کېږي او افغانستان هم کولی شي د دې بندر له لارې خپل صادراتي توکي چین، هند او بنګله دېش ته واستوي او دغه راز د ترکیې له لارې یې اروپایي هېوادونو ته صادر کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، پاکستان ډېر کله د افغان تجارانو پر وړاندې ستونزې پيدا کوي او هر کال د تازه مېوو او زراعتي محصولاتو پر مخ د تورخم او سپین بولدک لارې تړي.

دوی د چابهار بندر د صادراتو او وارداتو لپاره مهم بندر ګني او په دې بندر کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « هند په تاریخ کې زموږ لپاره یوه فوق العاده بدیله لار ده. هند زموږ پر صادراتو تعرفه له منځه وړې، حال دا چې پاکستان یې ورځ تر بلې زیاتوي. هند زموږ صادراتو ته لار خلاصوي، خو پاکستان یې مخه نیسي.  هند ته د رسېدو لارې واګه، کراچۍ او چابهار بندرونه دي. په واګه او کراچۍ کې زموږ د سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړېږي، خو که هند وغواړي له موږ سره پانګونه وکړي، کولی شي حتا په اوونۍ کې یوځل چابهار بندر ته یوه انټرنېشنل بېړۍ راولي او زموږ مالونه انتقال کړي.»   

د اقتصادي چارو پوهان له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچې ټیټېدو او په دې برخه کې د پاکستان له خوا جوړېدونکو ستونزو ته په کتو، چابهاربندر د پاکستاني بندرونو ښه بدیل ګڼي او زیاتوي، دغه بندر جنوبي آسیا د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره نښلوي.

د دوی په باور، له هند سره د سوداګرۍ پراختیا به د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لامل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « دویمه آبي او نږدې لاره د چابهار بندر دی او کولی شي موږ له نړۍ او په ځانګړې توګه هند سره وصل کړي. دا به د افغانستان پر اقتصاد او ځانګړې توګه صادراتو باندې مثبت اغېز ولري.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « د هندوستان بازارونه افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري او هرڅومره چې له هند سره زموږ ستراتیژيکې اړیکې ډېریږي، په همدې اندازه کولی شي سیاسي تعاملات هم رامنځته کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، روان کال له هند سره د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې چې له ډلې یې ۴۴۷ میلیونه ډالره صادرات او د ۲۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۰میاشتو کې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالره وه چې ۴۴۸ میلیون ډالره یې صادرات او ۲۰۳ میلیونه ډالره یې هم واردات تشکیلوي. هندوستان ته د افغانستان په صادراتي توکو کې وچ اینځر، اینجه، زعفراڼ، ممیز، شنه ځیره او بادام و او له هند واردو شویو توکو کې بوره، د کارخونو خام مواد، البسه او ډاډه شوي نخود شامل دي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « موږ غواړو له ډېرو هېوادونو سره پیاوړې تجارتي اړیکې ولرو. د چابهار بندر د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري او دا یو مهم تجارتي او ټرانزیټي بندر دی. د هند له دې نیت هرکلی کوو چې غواړي د چابهار بندر له لارې ټرانزیټ ته لا وده ورکړي، موږ هم له خپل اړخه په دې برخه کې خپل مسوولیتونه په خپل وخت ترسره کړو.»

همدارنګه، د اقتصاد وزارت هم د چابهار بندر پراختیا د هېواد د اقتصاد پر ګټه ګڼي او وایي، دا مساله به د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لامل شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « چابهار بندر د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهم دی او کولی شي د افغانستان او سیمې ترمنځ د اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي راکړه ورکړې د پراختیا سبب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال افغانستان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال پر مشرۍ د یوه پلاوي سفر د دواړو هېوادو پر ګټه او مهم یاد کړی او زیاتوي چې یاد پلاوي د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر نورو موضوعاتو سربېره، د چابهار بندر  له لارې د هند او افغانستان د سوداګرۍ په اړه هم بحثونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist