Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي مرستیالي: روان کال هېواد کې د لسګونه میلیارده افغانیو په ارزښت بنسټیزې پروژې پیل شوې

اقتصادي مرستیالي: روان کال هېواد کې د لسګونه میلیارده افغانیو په ارزښت بنسټیزې پروژې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/28

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په تېرو ۷ میاشتو کې د ټول هېواد پر کچه د لسګونه میلیارده افغانیو په ارزښت د سترو بنسټیزو اقتصادي پروژو د چارو له پیل کېدو خبر ورکوي او وايي، ځینې له دغو پروژو بشپړې او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې دي.

اقتصادي مرستیالي زیاتوي، په دغو پروژو کې د هرات خواف اوسپنې پټلۍ سربېره، لویې لارې، سړکونه، د اوبو بندونه او د برېښنا د تولید پروژې شاملې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ په خبره، د دغو سترو پروژو په پیل سره زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پيل راهیسې تر دې دمه د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د لسګونه میلیارده افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکټورونو کې لویې اقتصادي او ملي پروژې پيل شوې دي چې یو شمېر یې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوې دي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې یوه برخه: « په دې پروژو کې د هرات – غور سړک، کابل – غزني دویم لین سړک، د مس‌عینک پروژې ته غځېدلی سړک، د کابل ښار یو شمیر داخلي سړکونو اساسي رغول، د پاشدان بند پاتې چارو بشپړول، د عمري بند ګټې اخیستنې ته سپارل، د پلتوني بند چارو پیلول، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز پیلول، د نیلې باغ استوګنځې پروژې پیلول، په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکېنرونو نصبول، د کابل- سروبي د ۲۳مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې پیلول، د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې برخو پراختیا او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د یوه معیاري تم ځای د جوړولو چارو پیلول شامل دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د بنسټیزو پراختیايي پروژو پیل د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه راټیټوي او همداراز کولی شي د هېواد اقتصادي څرخ په حرکت راولي.

د دوی په اند، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به خلک ثابت عواید ترلاسه کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې به ځانګړی ارزښت ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « پراختیايي او زېربنايي پروژو ته حرکت ورکول او دغه راز د پانګونې جذبول هېواد کې د فقر او بې کارۍ د ګراف را ټیټېدو لامل کېږي. له دې امله چې د فقر او بېکارۍ لاره یوه ده او هغه مهال چې یو کس بې کاره شي، په اتومات بڼه د فقر دایرې ته داخلېږي. نو زه فکر کوم چې د پراختیايي پروژو حرکت کولی شي کاري فرصتونه برابر او خلکو ته ثابت عاید ایجاد کړي او په دې سره به د فقر ګراف هم راټیټ شي. نو ویلی شو چې د پراختیايي پروژو حرکت له ځانګړي اهمیت برخمن دی او کولی شي پر اقتصادي ودې او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز ولري.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې معیاري سړکونه، د برېښنا ثابت تولید، له ګاونډیو سره  معیاري ټرانزیټي اړیکې او په کور دننه د صنعتي پارکونو پراختیا کولی شي د هېواد اقتصادي ګراف لوړ کړي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي: « باید زیربناوو ته ځانګړې توجه وکړو او خصوصي مخته لاړ شو. موږ په افغانستان کې برېښنا ته ډېره اړتیا لرو او باید برېښنايي پروژو ته معیاري تګلارې جوړ کړو. په را روان کال کې موږ څو زره مېګاواټه یا څو مېګاواټه برېښنا باید خپله تولید کړو. دغه راز ورسره څنګ کې موږ باید صنعتي پارکونه یا د تجارانو لپاره پارکونه جوړ کړو او ورسره څنګ کې له ګاونډیو سره تجارتي اړیکې، معیاري ټرانسپورټ،  د تګ راتګ لپاره باید بنسټیز ګامونه واخیستل شي، دوه اړخېز قراردادونه وشي.  دا هغه موضوعات دي چې کولی شي موږ ځان بسیاینې ته ورسوي.»

له جګړې تازه راوتلو هېوادونو کې د خلکو اقتصادي کچه ټیټه وي او همدا راز حکومتونه یې هم له اقتصادي پلوه پیاوړي نه وي.

 افغانستان هم له جګړې  د تازه راوتلو هېوادونو له ډلې دی او د نړیوالو له اقتصادي بندیزونو سره هم مخ دی.

د افغانانو نږدې ۱۰ میلیارد ډالره پانګه کنګل شوې، د چارواکو نومونه یې د ترهګرۍ په تورولېستونو کې شامل دي او همدا راز رسمي سیاسي اړیکې هم ورسره پرې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist