د رياست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وايي، د روان ۲۰۲۴ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د ۷۳۷ ميليونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغې مرستیالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په صادرو شويو توکو کې پنبه، مميز، اینجه، انځر، پیاز، زعفران، رومي بادنجان، زردآلو، بادام، ځيره، مۍ، پسته، انګور، تنباکو، طبي بوټي، مڼې، بادرنګ او کچالو شامل دي.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې یاد توکي اروپايي او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر شوي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« ياد توکې ایران، پاکستان، هندوستان، جرمني، ترکيې، چين، روسيې، متحده عربي امارتو، هالنډ، قزاقستان او ازبېکستان ته صادر شوې دي.»
له دې سره هم مهاله د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، اسلامي امارت دې د سیاست ترڅنګ پر اقتصاد هم تمرکز زيات کړي او هېوادونه دې وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دوی زياتوي، اسلامي امارت دې له اقتصادې بحران څخه د وتلو لپاره پر لویو پروژو کار پيل کړي، ترڅو خلک په کې پر کار بوخت شي.
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « په ټوله کې باید ووایم، دغه فعالیتونه د افغانستان نفوس او اقتصادي ودې ته په کتو، بسنه نه کوي. اړینه ده چې په دې برخه کې فعالیتونه نور هم زیات شي. له نړیوالو سره د اړیکو په برخه کې پرمختګ وشي، ترڅو لویې نړیوالې پانګونې یاهم هغه کمپنۍ چې په افغانستان کې پانګونې سره لېوالتیا لري، په غټه پیمانه پانګونه وکړي.»
ځېنې نور بیا غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې له سوداګرو سره د صادراتو په اسانولو کې مرسته وکړي ترڅو وطني محصولات نړيوالو بازارونو ته ورسېږي.
د دوی په خبره، په کوردننه د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېږي او د مخنيوي لپاره يي اړتیا ده چې اقتصادي برخو کې له نړیوالو سره اړیکې جوړې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « د بېکارۍ له منځه وړلو لپاره او بهر ته زموږ د ځوانانو تګ د مخنیوي لپاره حکومت ته په کار ده چې په لویو پروژو باندې کار شروع کړي ترڅو زیاتره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. همدارنګه باید په افغانستان کې دننه کارخونو ته توجه وشي او دلته کارخونې جوړې شي. په دې کې به یوه ګټه دا وي چې د افغانستان ډېری وګړي به پر کار بوخت شي او بله ګټه به یې دا وي چې زموږ به صادرات زیات شي.»
له دې وړاندې چارواکو په وار وار ویلي چې له ډېرو هېوادونو سره پر سياست سربېره په اقتصادي برخه کې هم ښې اړیکې لري او له دې اړيکو په ګټنې سره به په افغانستان کې اقتصادي ودې ته زمينه برابره کړي.