Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي مرستیالي: روان کال  د څه با ندې ۷۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کرنيز محصولات بهر ته صادر شوي

اقتصادي مرستیالي: روان کال  د څه با ندې ۷۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کرنيز محصولات بهر ته صادر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/27

د رياست ‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وايي، د روان ۲۰۲۴ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د  ۷۳۷ ميليونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دغې مرستیالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په صادرو شويو توکو کې پنبه، مميز، اینجه، انځر، پیاز، زعفران، رومي بادنجان، زردآلو، بادام، ځيره، مۍ، پسته، انګور، تنباکو، طبي بوټي، مڼې، بادرنګ او کچالو شامل دي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې  یاد توکي اروپايي او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر شوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« ياد توکې ایران، پاکستان، هندوستان، جرمني، ترکيې، چين، روسيې، متحده عربي امارتو، هالنډ، قزاقستان او ازبېکستان ته صادر شوې دي.»

له دې سره هم مهاله د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، اسلامي امارت دې د سیاست ترڅنګ پر اقتصاد هم تمرکز زيات کړي او هېوادونه دې وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دوی زياتوي، اسلامي امارت دې له اقتصادې بحران څخه د وتلو لپاره پر لویو پروژو کار پيل کړي، ترڅو خلک په کې پر کار بوخت شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « په ټوله کې باید ووایم، دغه فعالیتونه د افغانستان نفوس او اقتصادي ودې ته په کتو، بسنه نه کوي. اړینه ده چې په دې برخه کې فعالیتونه نور هم زیات شي. له نړیوالو سره د اړیکو په برخه کې پرمختګ وشي، ترڅو لویې نړیوالې پانګونې یاهم هغه کمپنۍ چې په افغانستان کې پانګونې سره لېوالتیا لري، په غټه پیمانه پانګونه وکړي.»

ځېنې نور بیا غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې له سوداګرو سره د صادراتو په اسانولو کې مرسته وکړي ترڅو وطني محصولات نړيوالو بازارونو ته ورسېږي.

د دوی په خبره، په کوردننه د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېږي او د مخنيوي لپاره يي اړتیا ده چې اقتصادي برخو کې له نړیوالو سره اړیکې جوړې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « د بېکارۍ له منځه وړلو لپاره او بهر ته زموږ د ځوانانو تګ د مخنیوي لپاره حکومت ته په کار ده چې په لویو پروژو باندې کار شروع کړي ترڅو زیاتره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. همدارنګه باید په افغانستان کې دننه کارخونو ته توجه وشي او دلته کارخونې جوړې شي. په دې کې به یوه ګټه دا وي چې د افغانستان ډېری وګړي به پر کار  بوخت شي او بله ګټه به یې دا وي چې زموږ به صادرات زیات شي.»

له دې وړاندې چارواکو په وار وار ویلي چې له ډېرو هېوادونو سره پر سياست سربېره په اقتصادي برخه کې هم ښې اړیکې لري او له دې اړيکو په ګټنې سره به په افغانستان کې اقتصادي ودې ته زمينه برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist