Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امرخېل: د ټرانزیټ برخه کې د پاکستان غیر قانوني کړنې سوداګرو ته زیان رسوي

امرخېل: د ټرانزیټ برخه کې د پاکستان غیر قانوني کړنې سوداګرو ته زیان رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/14

د هېواد د وچو مېوو د پروسېس او صادروونکو ټولنې، عبدالقاسم امرخېل د نوي مشر او نثار احمد او حفیظ الله د دوو مرستالانو په توګه وټاکل.

 امرخېل په خپلو خبرو کې د  افغان سوداګرو او د وچو مېوو د صادروونکو پر وړاندې پرتې ستونزې یادوې کړې او له سرپرست حکومت یې د يادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

امیر خېل واي، په داسې حال کې چې په کور دننه هم د مالیې ورکولو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي، ترڅنګ یې پاکستان د افغان وچو مېوو پر ټرانزیټ دوه سلنه ټکس هم لګولی.

هغه په دې اړه وايي:« زموږ د هېواد وچه او تازه مېوه په یوه وخت کې راوځي، په دې وخت کې زما ګاونډی هېواد پاکستان یوه بهانه پیدا کړي او لارې وتړي. له نړیوالو قوانینو سره سم، ټرانزیټ یوازې خاک پولي لري، خو پر موږ پاکستان دوه سلنه ټکس هم وضع کړی او له دې امله زموږ سوداګر زیانمن شوي. د پاکستان غیر قانوني کړنې لامل شوې چې موږ خپل یو شمېر تجارتي اموال له تورخم بېرته کابل ته راوړو.»

د دې ترڅنګ،  امیرخېل په هند کې د افغان سوداګرو د بندو شویو پانګو د آزادولو غوښتنه هم کوي.

خو چارواکي د افغاني محصولاتو او توکو د صادرېدو پر وخت د افغان سوداګرو یادې ستونزې مني او د حل ډاډ يې ورکوي.

چارواکي وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د مالیاتو او سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې ګڼ سهولتونه ایجاد کړي او په خبره یې د ټرانزیټ په برخه کې یې له ګاونډیو هېوادونو سره پر شته ستونزو خبرې کړې.

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي: « که څه هم د سوداګرۍ لپاره ځانګړی وزارت او اقتصادي معاونیت لرو، خو بیا هم که کوم کار پر موږ کېږي، خدمت ته چمتو یو. که سوداګرو ته په کوم وزارت کې ستونزه پیدا کېږي، موږ به له سوداګرو سره همکاري کوو.»           

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی وايي: « سمه حکومتداري دا ده چې حکومت خپلو سوداګرو، پانګوالو او تجارانو ته زمینه برابره کړي ترڅو په ډاډه زړه خپله پانګونه وکړي. حکومت باید داسې قانون جوړ کړي چې د ټولو ستونزې هوارې کړي.»  

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم له سرپرست حکومته غواړي چې اروپا ته د افغاني محصولاتو او صنعتي توکو د مستقیم لېږد زمینه برابره کړي.

دوی وايي، اروپايي هېوادونو ته د افغان سوداګرو د لاسرسي له نه شتون د ګاونډ او سیمې هېوادونه ناوړه ګټه پورته کوي او د افغانستان اړونده توکي او محصولات په خپل نوم او مارک اروپايي هېوادونو ته استوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند وايي: « بهرنیو چارو وزارت دې موږ ته د یوه لوی وېترین جوړولو زمینه برابره کړي ترڅو موږ د افغانستان ټولې وچې مېوې په کې نندارې ته کېږدو. موږ غواړو دغه شان وېترینونه په ځینو نورو مهمو ځایونو کې هم کېږدو؛ حکومت باید په دې اړه همکاري وکړي.»            

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « زموږ مېوې په بوجیو او پېټیو کې تلې او بل هېواد تر پروسېس وروسته په خپل نوم صادرولې. حتا زموږ غالۍ هم د دوی په نوم بهر ته تللې.»

افغان سوداګر داسې مهال د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې له پاکستان سره د ستونزو د شتون خبره کوي چې یاد هېواد هر کال د افغاني توکو له رسېدو او دغه هېواد ته د صادرولو پر وړاندې په یوه او بله پلمه ستونزې جوړوي او د دغو ستونزو له کبله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist