Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني پانګوال: که اسانتیاوې برابرې شي افغانستان کې پانګونه کوو

ایراني پانګوال: که اسانتیاوې برابرې شي افغانستان کې پانګونه کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/08

په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړيوال نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو هم ګډون کړی او د خپلو هېوادونو صنعتي توکي یې نندارې ته وړاندې کړي.

د نندارتون یو شمېر ایراني ګډون کوونکي او سوداګر وایي، که د سرپرست حکومت له لوري ورته د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي، چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دوی وایي، په افغانستان کې د پخوا پرتله پانګونې ته تر ډېره زمینه برابره شوې او په خبره یې افغانستان کې اړتیا ته په کتو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې هوډ لري.

د نندارتون ایرانی ګډونوال مرتضی کبیري وايي: « موږ دا ذهنیت نه درلود چې افغانستان کې به په دومره ښه کیفیت کار کېږي؛ دلته په راتګ مو ولیدل چې کیفیت خورا لوړ دی، د افغانستان خلک ډېر مېلمه پال محترم دي. هو! موږ حتمن افغانستان کې پانګونه کوو، خو د یوه ښه شریک په لټه کې یو. د امنیت په اړه باید ووایم چې دلته اقتصادي او ټولنیز امنیت په بشپړه توګه تأمین دی. ایران ته له ستنېدو وروسته به خپلو هېوادوالو او پانګولو ته سپارښتنه وکړم چې یوځل حتمن له افغانستانه لیدنه وکړي؛ ځکه چې افغانستان د پانګونې لپاره ډېر مناسب هېواد دی.»

په امام ابوحنیفه نندارتون کې ډېر وطني تولیدات هم نندارې ته اېښودل شوي چې د پخوا په پرتله یې سږ کال د پلور کچه لوړه ښکاري.

د مرکز ګرمۍ مجهز سیسټمونه، بوټان، جامې، وچه مېوه، زعفران، بېټرۍ او نور بېلابېل توکي هغه څه دي چې په دې نندارتون کې یې د لیدونکو پام ځانته اړولی.

د نندارتون کتونکی محمد جاوېد نجم وايي: « په هېواد کې د دې ډول نندارتونونو جوړول د اقتصادي ثبات لپاره خورا ګټور دي. موږ وکتل چې د بېلابېلو کورنیو شرکتونو په وسیله تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې شوي. باید د ملي تولیداتو د ودې لپاره نور پروګرامونه هم په لاره واچول شي ترڅو ورسره اقتصادي ثبات پياوړی شي.»

بله خوا، د نندارتون یو شمېر ښځینه ګډونوالې وایي، د تېر پرتله یې په لاس جوړ کړي توکي ښه بازار لري.

دوی غوښتنه کوي چې په نندارتونونو کې له ګډون سربېره، باید ښځو ته په هغو ځایونو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي چې په کې ښځينه کارکوونکو ته اړتیا وي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ ترڅو د زده ‌کړو له لارې په بېلابېلو برخو کې خپله وړتیا وښیي.

د نندارتون ګدونواله ثریا محمدي وايي: « ویلی شم چې له پرون راهیسې زموږ فروشات ډېر ښه دي او موږ له خپل خرڅون راضي یو. زموږ ډېری هېوادوال زموږ توکي خوښوي او ملاتړ مو کوي.»

د نندارتون یوه بله ګډونواله فېروزه امیني وايي: «موږ روزنې او لوست ته اړتیا لرو. باید فعالیت وکړو هغه هم د خپل هېواد آبادولو لپاره. موږ په نورو هېوادونو کې ډېر شمېر کډوال لرو چې د فقر او بېکارۍ له امله تللي دي. خو که موږ د کار، زده کړو او تحصیل اجازه ولرو، دا به هم زموږ د ځان او هم د ټولنې لپاره ګټه ولري.»

حکومتي چارواکو د نندارتون موخه له وطني تولیداتو ملاتړ، د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغانستان جوړ تولیداتو لېږد او د پانګونې جلب بولي.

که څه هم ایراني سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی، خو دا به د نندارتون په پای کې په ډاګه شي چې آیا سرپرست حکومت د اسانتیاوو برابرولو جوګه دی که نه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist