Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنټاګون: د افغان ژباړونکو لومړۍ ډله ویرجینیا  کې یوې پوځي اډې ته لېږدوو

admin by admin
2021/07/20

د امريکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي،زرګونه افغان ژباړونکي او د هغوی د کورنیو غړي لومړی په لنډمهاله توګه د ویرجینیا ایالت ختیځ کې  د فورټلي په نوم د  پوځ یوې اډې ته لېږدوي.

د یاد وزارت ویاند جان کربي وايي،  فورټلي اډه  د  دغو ژباړونکو د کوربتوب لپاره لومړۍ ټاکنه ده او ښايي له نورو ځايونو هم استفاده وشي.

کربي زیاته کړه:« فورټلي لومړنی ځای دی. دا هم ممکنه ده،چې په کورنۍ کچه به له زياتو امريکايي تاسيساتو استفاده وشي او ارزيابي به شي، چې اړتياوې پوره کولی شي او که نه، چې د بهرنيو وزارت له لوري مرسته شوي دي.»

په ورته وخت کې کربي وايي، فورټلي پوځي اډه کې به ژباړونکي او د هغوی کورنۍ د يو څو ورځو لپاره وي او له هغې وروسته قانوني مراحلو په پايته رسولو به هغوی د امريکا په نورو غیر پوځي ځايونو کې ژوند کول پيل کړي.

کربي زیاتوي:« موږ دغو کسانو او د هغوی کورنيو ته تر هغې خوندي ځای ورکو، چې خپل قانوني مراحل پايته رسوي. د کار له خلاصېدو وروسته دوی هر بل ځای کې ځای پر ځای کېدلی شي. دا زموږ مسووليت دی،چې له هغو خلکو ساتنه وکړو، چې له موږ سره يې همکاري کړې ده.»

هغه وايي، افغان ژباړونکو او د هغوی کورنيو ته به مناسب ځايونه، خواړه، روغتيايي چوپړتېاوې او نور د اړتېا وړ توکي برابر کړي.

دا د امریکا ولسمشر جو بایډن ادارې له خوا د هغو ۱۸ زره افغانانو او د هغوی  کورنیو د منلو لپاره لومړی ګام دی،چې تېر شل کاله یې افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده،چې  طالبانو بیا  اعلان کړی، که دغه ژباړن د دښمن لیکې پرېږدي او وغواړي،چې د یوه عادي فرد په توګه خپل هېواد کې ژوند ته دوام ورکړي، د دوی له خوا به هېڅ ګواښ ورته پېښ نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist