Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/04

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی په خپلو تازه څرګندونو کې اعتراف کړی چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان وضیعت د دوی له کنټرول وتلی.

سهیل افریدي زیاته کړې، د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د خپلو ګټو او ډالرو ګټلو لپاره په لوی لاس ناامني جوړه کړې او له خلکو قرباني اخلي.

افریدي دغه راز ویلي،  له هغه وروسته چې په پاکستان کې د عمران خان حکومت ړنګ شو، پوځي جنرالانو د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ناامنه کولو لپاره نوې پالیسي جوړه کړه او اوس یې پایله دا ده چې د دواړو صوبو وضیعت یې له کنټروله وتلی.

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی زیاته کړې: « اوس ټوله نړۍ پوهیږي چې د خیبر پښتونخوا وضیعت د دوی له کنټروله وتلی. لومړی دوی په لوی لاس د خیبر پښتخوا او بلوچستان حالات خراب کړل او اوس د دواړو صوبو( بلوچستان او خیبر پښتونخوا) کنټرول د دوی له لاسه وځي.»

سهیل افریدي دغه راز ویلي، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځ له لوري خراب شوی امنیتي وضیعت به نورو سیمو ته هم پراخ شي.

د افریدي په خبره، د پاکستاني جنرالانو له لوري د ناامنۍ رامنځته کولو موخه د ډالرو ګټل او په بهر کې د ټاپوګانو پېرل دي، خو دوی دې دا کار د پښتنو او بلوڅو د سرونو په بدل نه کوي.

نوموړي پاکستاني پوځ ته په اشارې ويلي، په خیبرپښتونخوا کې د شخصي ګټو لپاره  نوې نظامي تجربې کېږي او خودساخته ناامنۍ جوړېږی. دوی دې دا کار زموږ په سیمه کې نه کوي، ځکه چې دا سیمه د نویو طرحو د تجربو لابراتوار نه دی.

شنونکي بیا په دې باور دي چې  په پاکستان کې روان امنیتي وضیعت د دې هېواد د پوځ د جبر او د ملکي حکومت ناانډوله سیاستونو پایله ده.

د دوی په خبره، پاکستاني پوځ تل پښتانه او بلوڅ ملتونه محکوم کړي، مشران او د سر سړي یې وروژلي، بې کوره کړي یې دي او لسګونه زره نور یې تری تم او ورک کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: «  په پاکستان کې وروستی تشدد او افراطیت د دې هېواد د داخلي سیاست، نا عادلانه حکومتولۍ، جبر او د نظامیانو د وحشتونو او جنایتونو  پر وړاندې د یوې برخې ملت غبرګون دی. همدا د پاکستان حکومت و چې خپل ملت یې محکوم کړ، پښتانه او بلوڅان یې ووژل، بې کوره  او ورک یې کړل؛ همدا لامل شو چې دا خلک یې پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړي.»

په ټوله کې وړاندیز دا دی چې که د پاکستان حکومت غواړي له موجوده وضعیت څخه خوندي ووځي، باید د پښتنو او بلوڅانو حقه حقوق ورکړي، غوښتنو ته یې مثبت ځواب ووايي او پوځ یې په سیاست کې له مداخلې لاس واخلي.

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د ولسونو او په ځانګړې توګه د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتو جګړه، ظلم دی. د دې ظلم پر وړاندې هرڅوک چې درېږي، جګړه یې حق ده. که پاکستان غواړي خپلې امنیتي ستونزې حل کړي، باید د دغو ولسونو حقه حقوق ورکړي، ولسواکي جاري وساتي، ملکي حکومت ته واک ورکړي، پوځ او استخبارات له سیاست څخه څنډې ته کړي.»

په دې وروستو کې د پاکستاني پوځ د ناسمو سیاستونو له امله په دې هېواد کې نا امني زیاته شوې، پر نظامیانو یې بریدونه ډېر شوي او هره ورځ درانه تلفات ور اوړي.

له اقتصادي پلوه یې افغانستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي، کاروبارونه او صنعتي فابریکې یې فلج شوې دي او د دې کار تر ټولو دروند زیان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ولسونو ته رسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist