Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/04

دا لومړی ځل دی چې یو اروپايي هېواد د اسلامي امارت د یوه وزارت چارواکو ته د کاري سفر بلنه ورکوي، ترڅو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو  همکاریو لپاره لار پرانیزي.

د کرنې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا جګپوړی پلاوی یې د مالدووا جمهوریت د کرنې او خوړو د صنعت وزارت په رسمي بلنه دا سفر پیل کړی چې د اګسټ میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د کرنې وزارت پلاوی په پلان شویو تخنیکي غونډو کې د کرنې په برخه کې د اروپا پرمختللو تجربو د لېږد په تړاو هم خبرې وکړي.  

د اعلایمې په یوه برخه کې راغلي: « دا سفر به د پرمختللیو اروپايي تجربو د لېږد، د کرنیزو څېړنو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د بوټو ساتنې، د عصري او چاپېریال‌ دوستانه ټکنالوژیو د معرفي کولو او د افغانستان او مالدووا جمهوریت ترمنځ د دوامدارو علمي او تخنیکي همکاریو د لا پراختیا لپاره یو مهم او اغېزناک ګام ثابت شي. همداراز د دې سفر علمي او تخنیکي لاسته راوړنې به د هېواد د کرنې عصري کولو، د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت او حاصلاتو د لوړولو او د دوامدارې کرنیزې ودې لپاره په عملي او اغېزمن ډول وکارول شي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نړیوالو همکاریو د پراختیا، د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا او د پرمختللو کرنیزو ټکنالوژیو د را لېږد په موخه له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره خپلې اړیکې پراخوي.

په همدې لړ کې د یاد وزارت لوړ پوړی پلاوی د مالدووا جمهوریت د کرنې او خوړو صنعت وزارت په رسمي بلنه اروپا ته سفر کړی، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، بوټو ساتنې او څېړنیزو همکاریو د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیزي.

په ورته مهال، یو شمېر شنونکي بیا دا سفر د سیاسي تعامل، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو له پلوه خورا مهم بولي او وايي، ممکن د اسلامي امارت او اروپایي هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې موجود کنګل مات کړي.

د چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « هم له نړۍ او هم له اروپا سره اړیکې جوړول د افغانستان په ګټه دي. په کرنیزه برخه کې د دوی له املکاناتو، مکانیزه کولو او د دوی له پروګرامونو ګټه اخستل، په دې اړه بحثونه کول او د اړیکو شبکه جوړول د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري. موږ باید زده کړو چې څنګه کولی شي د نړۍ له فرصتونو او امکاناتو ګټه واخلو  او خپل زراعت مکانیزه کړو.»

د دوی په خبره، که دا سفر د هغه څه پر بنسټ شوی وي چې د کابل پر وړاندې د اروپایي هېوادونو  په موجوده دریځ کې د بدلون له مخې وي، نو په نږدې راتلونکې کې ممکن د داسې زیاتو سفرونو شاهدان و اوسو.

مالدووا د ختیځې اروپا یو په وچه کې ایسار هېواد دی چې په پخواني شوروي اتحاد کې شامل و، خو کله چې د ۹۰ یمې لسیزې په پیل کې پخوانی شوروي اتحاد مات شو، نو مالدووا د ۱۹۹۱ میلادي کال د اګسټ په ۲۷ خپله خپلواکي علان کړه.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist