د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له شته کانونو هره ورځ زر ټنه سکاره په معیاري او مسلکي ډول استخراجېږي.
له یوه کال راهیسې د دغه ولایت د ډبرو سکرو له کانونو د استخراج چارې ملي پراختیا شرکت ته په قرارداد ور کړل شوې.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د بلخاب ډبرو سکرو په کانونو کې ۱.۵ میلیارد ټنه سکاره شته دي.
په بلخاب حوزه کې د ملي پراختیا شرکت مسوول فرید عظیم وايي: « په بلخاب کې د ملي پراختیا شرکت په راتلو سره مو وکولی شول، د امنیتي ځواکونو په مرسته د غیرقانوني، غیر معیاري او غیر تخنیکي استخراج مخه ونیسو. اوس مهال ټول کارونه د کانونو او پټرولیم وزارت له هوکړې سره سم پرمخ ځي او چا ته د غیر قانوني استخراج اجازه نه ورکول کېږي.»
عظیم وايي، اوس له دغو کانونو په معیاري بڼه د ډبرو سکاره ایستل کېږي او له دې لارې تر لاسه کېدونکي عواید د قوشتېپې کانال په ګډون د هېواد ځينو نورو مهمو پروژو په چارو کې لګول کېږي.
هغه زیاتوي: « د بلخاب حوزې له ډبرو سکرو څخه د قوشتېپې په ګډون د ملي پروژو په تمویل کې ګټه اخیستل کېږي. زموږ د لومړنیو څېړنو له مخې، په دې کان کې له ۱.۵ میلیارد ټنو څخه زیات سکاره شته دي.»
بلخاب کې د سکرو استخراجونکي انجنیران وایي، که څه هم یاده ولسوالي کې ۵۰۰ د ډبرو سکرو کانونه موجود دي، خو په خبره یې، دغه کانونه له دې وړاندې د خلکو له خوا په غیري معیاري توګه ایستل کېدل، خو اوس، چې د ملي پراختیا شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي، په کې د اور لګېدنې، ګازنیونې، نړېدو او ورته نورو پېښو مخنیوی شوی.
د بلخاب حوزې ساحوي انجنیر اسرافیل سروش وايي: « د بلخاب ډبرو سکرو په پنځو فرعي حوزو کې له دې وړاندې ۵۴۲ سمڅې موجودې وې، چې ټولې په غیر معیاري توګه کېندل شوې وې. موږ دغه سمڅې بندې کړې، ترڅو ساحوي خوندیتوب رامنځته او د انساني مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.»
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه له دې وړاندې په غیر مسلکي او غیر معیاري ډول کېندل کېدل خو له هغه راهیسې، چې چارې یې د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوې، هره ورځ زر ټنه سکاره ترې استخراج کېږي.