Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپل ولایت کې یوې ښځې له زده کړو بې برخې لسګونه نجونو ته د کار زمینه برابره کړې

سرپل ولایت کې یوې ښځې له زده کړو بې برخې لسګونه نجونو ته د کار زمینه برابره کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

معصومه ميرزایي هغه مېرمنه ده، چې له کلونو راهیسې سرپل ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ پر کارونو بوخته ده.

میرزايي تازه د کار نړیوال سازمان په مالي مرسته د لاسي صنایعو کارخونه جوړه کړې او له زده کړو محرومې کړل شوې ۵۰ نجونې یې له ځان سره پر کار بوختې کړې دي.

ميرزایي په دې اړه وايي: « دلته پر کار بوختې نجونې دست دوزي او مرۍ اوبدنه کوي. ۲۰ تنې د خیاطۍ په برخه کې او ۱۵ تنې د ګلدوزۍ او مرۍ اوبدلو په برخه کې کارکوي، ۱۵ تنې نورې وړۍ اوبي. له ما سره چا مرسته نه ده کړې،بلکې هرڅه مې خپله چمتو کړي ترڅو دغه نجونې کار زده کړي. یوازې مېزونه او څوکۍ یو.اېن.ډي.پي راکړي دي.»

دې کارخونه کې خیاطي، د مریو اوبدلو کار، وړۍ اوبدل او ورته نور د لاسي صنایعو اړوند حرفوي زده کړې هغو نجونو ته ورکول کېږي، چې له زده کړو محرومې کړای شوې دي.

دغه نجونې، چې تازه ورته کاري فرصت برابر شوی، له سرپرست حکومته د صنعتکارو مېرمنو د ملاتړ غوښتنه کوي.

کار زده‌ کوونکې مینا صمدي وايي: « خوشاله کېږم،چې دلته کار زده کړم او له دې لارې کورنۍ ته عاید یوسم.»

کار زده‌کوونکې پروین هم ورته خبره کوي او وايي: « یوه میاشت کېږي، چې دلته کار کوم. غواړم کار زده کړم او په راتلونکې کې خپله کارګاه ولرم او نورو کسانو ته یې ور زده کړم، ترڅو له دې لارې خپلو کورنیو سره مرسته وکړو.»

د سرپل صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، له متشبثو مېرمنو ملاتړ کوي او د صنعت ودې برخه کې یوشمېر پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د سرپل صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالشاکر شهاب وايي: « دلته شاوخوا ۵۰ تنه ښځې پر کار بوختې دي او په نورو ځایونو کې هم ورته کارخونې فعالیت لري. ښځې د دغه شان فرصتونو له برابرېدو څخه راضي دي.»

د دې ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په وینا، روان کال کې یې د همکارو موسسو په ملاتړ۱۵۰۰ مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې او  کاري فرصتونه برابر کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist