Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د نندارتون پای؛ د میلیونونو افغانیو په ارزښت هوکړې په کې لاسلیک شوې

کابل کې د نندارتون پای؛ د میلیونونو افغانیو په ارزښت هوکړې په کې لاسلیک شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

د افغانستان د اقتصادي بریا او پرمختګ په نوم جوړ شوی څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد. د دې نندارتون په ۴۰۰ غرفو کې د افغانستان تولید کړي محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي وو، چې نږدې نیمايي غرفې ښځينه سوداګرو ته ځانګړې شوې وې.

سوداګره  نسرین وايي: « موږ دلته تجارت زده کړ، له ګڼو شرکتونو سره مو قراردادونه وشول، ځينو شرکتونو د اوږدمهاله پور راکولو ژمنې وکړې. د نندارتون ادارې هم ژمنه وکړه،چې موږ ته به دلته یوه دایمي نمایندګي راکوي.»

سوداګره ناهېده بیا وايي: «نندارتون مثبتې اغېزې لري، موږ کولی شو، دلته خپل محصولات د فروش لپاره کېږدو، له شرکتونو سره قراردادونه وکړو او خپل فرهنګ خلکو ته وښيو.»

له تېرو هغو سره د اوسني نندارتون توپير دا وه، چې د لرې پرتو ولايتونو سوداګرو ښځو هم په کې ګډون درلود او وايي، په دې نندارتون کې یې د کاروبار د ودې په اړه مهم مهارتونه زده ‌کړل.

سوداګرې ښځې د دې نندارتون څخه ترلاسه کړې تجربې ته په کتو، له سرپرست حکومته غواړي، چې د ښځو او په ټوله کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره دې په کور دننه او بهر نور نندارتونونه هم جوړ کړي.

سوداګره مریم محمدي وايي: « که چېرې زموږ دغه کار پراختیا پيدا کړي، د ښځو پر ژوند به ډېر مثبت اغېز ولري. ښځې کولی شي، له دې لارې عاید ترلاسه کړي او د کورنۍ په لګښتونو کې ونډه واخلي. تاسو وینئ، چې دا مهال ښځې په ادارو کې کار ته لاسرسی نه لري، خو که له سوداګرو ښځو ملاتړ وشي، ډېرې ښځې به د کار څښتنانې شي.»

د افغانستان ډېری نندارتونونه په پلازمېنه کابل او یا لویو ښارونو کې جوړیږي، خو سوداګره انېلا په نورو ولایتونو کې هم د ورته نندارتونو جوړول غواړي.

هغه زیاتوي: « ما د ګنډ افغاني جامو له یوه شرکت سره قرارداد وکړ. زه له اسلامي امارت غوښتنه کوم، دغه ډول نندارتونونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې جوړ کړي، ترڅو هرڅوک وکولی شي، خپل تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي.»

له دې سره د نندارتون مسوولان وايي، په ټاکل شویو څلورو ورځو کې له دې نندارتون شاوخوا ۸۰ زره کسانو ليدنه کړې او د توکو پر پلور سربېره، سوداګرو او شرکتونو د خپلو کاروبارونو د ودې لپاره خپلمنځي هوکړې هم کړې دي.

د افغانستان اقتصادي بریا او پرمختګ نومي نندارتون مسوول فرید  نادري وايي: «له هغې ورځې چې نندارتون جوړ شوی تر دې وروستۍ یا څلورمې ورځې پورې له اتیا زرو ډېرو کسانو لیدنه کړې. یو شمېر شرکتونو فروشات او قراردادونه هم درلود، په ځانګړې توګه د ښځينه جامو او لاسي صنایعو په برخه کې. ټاکل شوې نیږدې راتلونکې کې په جلاآباد ښار، مزار شریف او بیا بېرته کابل کې نور نندارتونونه جوړ کړو.»

تر اوسه د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو په نندارتونو کې د لاسليک شویو قراردادونو د ارزښت په معلومات نه دي ورکړې، خو له دې وړاندې د دې وزارت سرپرست ويلي و، چې د ورته نندارتونو په جوړولو سره هڅه کوي کورني محصولات خلکو ته معرفي او ورته د پلور زمينه برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist