د دهلې بند د بیا رغونې هوکړه لاسلیک شوه.
د دهلې بند د بیارغونې هوکړه د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې پنجشنبه غرمه لاسلیک شوه.
هوکړه د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شبهم چوهدري او د اسیا پراختیایي بانک رئیس سمویل تومیوا لاسلیک کړ.
د کندهار د دهلې بند د جوړولو چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي چې په لومړي پړاو کې د بند کاسه ۱۲ مترو ته لوړېږي چې له دې سره به یې د اوبو د زېرمه کولووړتیا له ۲۹۸ میلیون متر معکب څخه ۷۹۸ متر مکعب اوبو ته لوړه شي.