په هرات ولایت کې نږدې ۱۰۰ دودیزې کارخونې وې،چې له کنځلو به یې غوړي اېستل،خو اوس یوازې څو دانې پاتې دي.
په دې کارخونو کې د اوښ په مرسته په دودیز ډول له کنځلو غوړي تولېد کېږي.
د بصر احمد په څېر اوس یوازې څو کسان له کنځلو غوړي باسي او تولید یې هم د پام وړ کم شوی دی.
بصیر احمد وايي، دغه کار له پلار او نیکه ورته پاتې دی او دی هم په کې بوخت دی.
بصیر احمد وايي: « پخوا له کنځلو د غوړیو اېستلو شااوخوا ۷۰ کارخونې وې، خو اوس ښايي ۲۰ دانې پاتې وي. لامل یې دا دی، چې اقتصاد یې کمزوری شوی دی. له همدې امله یې له کنځلو د غوړیو اېستلو چاره یې پرېښې ده. »
دلته اوس هم ګڼ کسان شته،چې له نورو غوړیو د کنځلو غوړي ډېر غوره بولي.
دغه کسان نور غوړي بې کیفیته بولي او وایې، ډېر خوړل یې روغتیا ته زیان رسوي.
د هرات یو تن اوسېدونکی میرعبدالله و ايي: « د کنځلو غوړي بدن ته ډېره ګټه لري. دا طبیعي غوړ لري. »
هرات کې ډاکټران لارښوونه کوي،چې خلک باید د اوسنیو نباتي غوړو پرځای له کنځلو او نورو طبیعي غوړو ګټه واخلي.
ډاکتر نثاراحمد مصدق وایي: « زه تاسو ته دا وایم، له کنځلو په همدې دودیز ډول چې غوړي اېستل کېږي، ۱۰۰ ځله له نباتي او نورو غوړیو ښه دي. »
چارواکي د کورنیو تولیداتو وده خپل مسوولیت بولي،خو غوښتنه یې داده، چې تولیدات باید معیاري د غوښتنې پر اساس وي.
دا یوازې د کنځلو غوړیو اېستلو دود نه دی،چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی، بلکې ګڼ نور لاسي صنعتونه هم د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
خلک له دولته غواړي،چې د پخواني صنعت ساتلو لپاره دې پام وکړي.