Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 هرات: له کنځلو د غوړیو اېستلو دود د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.

admin by admin
2021/06/22

په هرات ولایت کې نږدې ۱۰۰ دودیزې کارخونې وې،چې له کنځلو به یې غوړي اېستل،خو اوس یوازې څو دانې پاتې دي.

په دې کارخونو  کې د اوښ په مرسته په دودیز ډول له کنځلو  غوړي تولېد کېږي.

د بصر احمد په څېر اوس یوازې څو کسان له کنځلو غوړي باسي او تولید یې هم د پام وړ کم شوی دی.

بصیر احمد  وايي، دغه کار له پلار  او نیکه ورته  پاتې دی او دی هم په کې بوخت دی.

بصیر احمد  وايي: « پخوا له کنځلو د غوړیو اېستلو شااوخوا ۷۰ کارخونې وې، خو اوس ښايي ۲۰ دانې پاتې  وي.  لامل یې دا دی، چې اقتصاد یې کمزوری شوی دی. له همدې امله یې له کنځلو د غوړیو اېستلو چاره یې پرېښې ده.  »

دلته اوس هم ګڼ کسان شته،چې له نورو غوړیو د کنځلو غوړي ډېر غوره بولي.

دغه کسان  نور غوړي بې کیفیته بولي او وایې، ډېر خوړل یې روغتیا ته زیان رسوي.

د هرات یو تن اوسېدونکی میرعبدالله و ايي: «  د کنځلو غوړي بدن ته ډېره ګټه لري. دا طبیعي غوړ لري. »

هرات کې ډاکټران لارښوونه کوي،چې خلک باید د اوسنیو نباتي غوړو پرځای له کنځلو او نورو طبیعي غوړو ګټه واخلي.

ډاکتر نثاراحمد مصدق وایي: « زه تاسو ته دا وایم، له کنځلو په همدې دودیز ډول چې غوړي اېستل کېږي، ۱۰۰ ځله  له نباتي او نورو غوړیو ښه دي. »

چارواکي د کورنیو تولیداتو وده خپل مسوولیت  بولي،خو غوښتنه یې داده، چې تولیدات باید معیاري د غوښتنې پر اساس وي.

دا یوازې د  کنځلو غوړیو اېستلو دود نه دی،چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی، بلکې ګڼ نور لاسي صنعتونه هم د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

خلک له دولته غواړي،چې د پخواني صنعت ساتلو لپاره دې پام وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist