امریکا چابهار بندر له بندیزونو مستثنی کړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو رویترز ته ویلي چې په ایران کې یې د ایران پرمختیايي پروژه ځکه مستثنی کړې چې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري.
پمپیو همداراز ویلي چې افغانستان کولای شي له ایران څخه د تېلو وارداتو ته دوام ورکړي.
د پمپیو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د مرکزي او سوېلي اسیا لپاره دامریکا ځانګړې استازې الېس وېلس افغانستان ته راغلې وه او د چابهار بندر باندې یې له ولسمشر غني سره خبرې کړې وې.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و چې د دغو خبرو پایلې به ژر رسنیز شي.