Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان او چین ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/06

ولسمشر د افغانستان- چین ترمنځ هوایي دهلیز پرانیست او لومړۍ ترې د جلغوزیو صادرات پيل شول.

چین ته د هوایي دهلیز پرانسته به د افغان جلغوزیو صادراتو کې د ګاونډیو د درغلۍ مخه ونیسي.

 ولسمشر د دغه دهلیز د پرانیستې پر مهال وویل، په دې هڅه کې دې چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

تر دې وړاندې به افغان محصولات په نورو هېوادونو کې د ګاونډیو هېوادونو په نامه پلورل کېدل خو اوس د افغانستان په نامه پلورل کېږي او ښه بازار لري.

 ولسمشر همدا راز وویل، چې هېواد هېڅکله په بهرنیو مرستو وده نه شي کولی نو د دایمي ودې لپاره په کار ده، چې افغانان له خپلو طبیعي سرچینو ګټه واخلي.

د سوداګرۍ خونې مسولین وايي د ملي یوالي حکومت د خصوصي سکتور د ستونزو حل کې بریالی ګڼي.

سوداګرۍ او صنایعو خونې وایي له دې وړاندې نړیوال مارکیټ ته د افغانستان تولیدات د نور هیوادونو په نامه صادریدل خو اوس هوايي دهلیزونو دا فرصت برابر کړی چې افغان محصولات په خپل نوم او نښان وپلورل شي.

خصوصي سکتور هم چین ته د ۲ زره ټنه جلغوزیو د لیږد ډاډ ورکړ.
کابل کې د چین سفارت شارژدافیر وایي؛ چینايي مستهلکین له افغاني توکو خوند اخلي او تمه لري چې چین ته د افغانستان صادرات زیات شي.

کابل کې د چین سفارت شارژدافیر داسې وویل (( چین د افغان تولیداتو لپاره ښه مارکیټ دی، د چین وګړي د افغانستان محصولاتو ته لیواله دي او تمه لرو چې د صادراتو ګراف لوړ شي.))
د افغانستان د جلغوزیو کلنی حاصل ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږي او چې له‌دې وروسته به نړېوالو بازارونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږي.

د سوداګرۍ خونې مسولین وايي د جلغوزيو د پروسس لپاره د پانګونې کار پيل شوی دی .

 ولسمشر غني د لړم پنځلسمه د جلغوزیو ملي ورځ ونوموله چې هر کال به نمانځل کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist